داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي ؟څلورمه برخه : 4⃣مسلمه امت اکثره جيدو علماوو او مشايخ داعشيان خوارج بولي او د دوئ پر ضد د جهاد فتوا ورکوي چې ځينې يې لاندې ذکر شوي :1-الشيخ العلامه ابو محمد المقدوسي(فک الله أسره):داعش يو منحرف تنظیم دي په مجاهدينو تېری کوي، د معصومو مسلمانانو په وينو يې لاسونه سره دي، د جهاد نوم بدناموي او ډېر انحرافات په کې شتون لري.2۔ الشيخ ابو قتادة الفلسطيني حفظه الله :ماته په يقين سر داخبره جوته شوې چې د اسلامي دولت ګوند کلاب النار دي، او زه هېڅ شک نلرم او ددوئ په اړه په دغه حکم (کلاب النار يعنې خوارج ) کې څه تردد هم نلرم ځکه دوئ ډېرې ناروا کړنې وکړي.3۔ الشيخ الدکتور الهاني السباعي او الشيخ طارق عبد الحليم وايې: مونږ په دې ګواهي ورکوو چې د الدولة الاسلامية تنظيم د خوارجو منهج دی.4۔ شيخ عبد العزيز بن مرزوق الطريفي د سعودي مشهور او فقهي عالم وايې:داعش خوارج دي او څوک چې ددوئ په لاس شهيد شي دهغه اجر د الله سره زيات دی په پرتله ده هغه چا کې چې د اسد ( بشار الاسد ) نظام له لوري شهيد شي .تبصره : پورته ذکر شويو علماوو نظرونو نه په ډاګه کېږي چې داعش يوه منحرفه، د مسلمانانو او مجاهدينو قاتله، دخوارجو په منهج روانه او جهاد بدناموونکي ډله او تنظیم دی .داعش د فکري جګړې له نظرهد غربيانو فکري جګړه ډېرې موخې او مقاصد لري چې يوه يې د مسلمانانو په مينځ کې د منحرفو ډلو ټپلو منځته راوړل دي . چې دوئ ( غربيان) غواړي ددغو ډلو په وسيله جهاد، خلافت اسلامي، حدود او قصاص او په مجموع کې د اسلام يوه ډېر بده بڼه نړيوالو ته وړاندې کړي.دا ځکه چې غربيان نه غواړي چې د اسلام اصلي شکل او بڼه دې خلکو ته وړاندې شي ځکه پدې سره به ډېر خلک اسلام قبول کړي، نو مسلمانان به غالب شي، دوئ پوهېږي چې اسلام يو داسي دين دی چې هر چاته تر ټولو اديانو ښه د منلو وړ دی.تبصره : نو غرب هم داعش د جهاد، خلافت او د سلام د بدنامه کولو لپاره کاروي . ځکه داعشيانو داسې ناوړه کارونه وکړل چې هېچا ته د منلو وړ ندي. لکه : قومي مشران، سپنږيري، ماشومان، ښځې او معصوم عوام مسلمانان يې داسې وحشت سره په شهادت ورسول چې هېچا دا وحشت د منلو وړ نوه.نو که څوک د اسلام په جامه او لباس کې داسې چارې او اعمال کوي چې د سلام نوم بد کولو لپاره نو يقينا به نړيوال دا ګمان او فکر کوي چې دا ظلمونه او وحشتونه په اسلام کې شته چې هغه ډله چې ځان تر ټولو متدين مسلمان ( داعش ) بولي هغۀ يې ترسره کوي. نو اسلام چې داسې بد نام شي نو کله غير مسلمانان د اسلام منلو ته زړه ښه کوي .--
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
215 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
551 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)