oiuytrew
ریس خادیم

داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي

292 لیدنې 11 رایې
3.4 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 03 Oct 2026

داعش ( الدولة الاسلامية ) څوک دي؟دريمه برخه 3⃣د پخوانيو خوارجو ځيني صفات1۔ مسلمانانو ته د کفر نسبت کول ( مسلمانان يې کافر او مرتد بلل) .تبصره : داعشيان هم غير دخپلو ملګرو نورو ټولو مسلمانانو او مجاهدينو ته مرتد او مشرکين وايې .2۔ د مسلمانانو وينې تويول ( جګړه به يې د مسلمانانو سره وه).تبصره: داعش اوس جګړه د مسلمانانو سره کوي علماء ، مجاهدينو او عوام مسلمانان په شهادت رسوي.3۔ د اهل الذمة وينه حلال ګڼل ( اهل الذمه وو وژل به يې حلال ګڼل او هغه به يې وژل ).تبصره : داعش هم د اهل الذمه وينه حلاله بولي لکه څنګه چې په عراق او شام کې يې ډېر اهل الذمه ووژل.4۔ کم عمره او تنکي ځوانان وه. تبصره: داعش جنګيالي هم کم عمره ځوانان دي چې عمر يې 30 ۔ 35 کلونو نه نه پورته کېږي.5۔ په يو بل بي يې د شک په کولو سره يې وژلو.تبصره: داعش هم په عراق او شام کې خپل ډېر لوی لوی مشران د شک په وجه ووژل.6۔ د خپلو مخالفينو ښځې به يې وينځې ګڼلې.تبصره: داعش هم د خپلو مخالفينو ښځې وينځې ګڼي اوس هم د مجاهدينو او عوامو مسلمانانو ښځو ته خپلې وينځې وايې .7 ۔ غير د خپلې خاورې نه يې نورې ټولې خاورې ته دار الحرب ويلو.تبصره: داعش هم غير د خپل سيمې نه نورې ټولې اسلامي خاورې ته دار الحرب وايې او جګړه په کې کوي لکه څنګه چې اوس هم دوام لري.8۔ د اصلي کفارو څخه د مسلمانانو وژل مهم ګڼل .تبصره: داعش هم د مسلمانانو وژل مهم ګڼي هميشه مجاهدينو سره جګړه کوي او مجاهدين په شهادت رسوي .يادونه : پورته ذکر شوې ځيني نښې د پخوانيو خوارجو دي چې ټولې يې په دواعشو کې ښکاره شتون لري. ۔۔

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (11)

11 ټولې رایې

5★
0
4★
6
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan