oiuytrew
حسیب الله

داندلسي ښځوعجیب خصوصیات

332 لیدنې 12 رایې
3.2 (12)
حسیب الله
حسیب الله 02 Sep 2026

داندلسي ښځو عجیب خصوصیات:په اندلس کي د مرابطینو د حکومت په وخت کي د مسلمانو غیرتي مېرمنو عجیب خصوصیات او ځانګړتیاوي لرلې. یو عرب عالم لیکي: د مرابطینو په زمانه کي به که کومي مسلماني مېرمني د خپل ګاونډي په کور کي د هغوی توره تر خاور لاندې  یا زنګ وهلې ولېدل، نو د ګاونډي ښځو ته به یې )د هغوی د خاوند او د کور د سړیو د بې همتۍ پېغور ورکاوه(. ریشخند )پسخند( به یې پرې واهه. او که به یې د خپل ګاونډي آس خوار او زار ولید، چي خاوند یې ساتنه او پالنه نه کوي، نو هغوی ته بې یې هم د بې هیمتۍ پېغور ورکاوه. او که به کومي ښځي غوښتل چي بله ښځه وزوروي، نو ورته وبه یې ویل: "ستاسي اس مي ولېدی چي پر څرمني یې خاورې پرتې او خوار ولاړ ؤ.'' او که به مېرمنو پر یو او بل ویاړ کاوه، نو ویل به یې: ''د ډېري مودې را پدې خوا مي له خپل خاوند څخه د توري او ډال له بوی پرته د بل شي بوی نه دی حس کړی.'' که به مسلمانو مېرمنو داسي ځوان ولیدی، چي پر هغه باندي د عطرو او خوشبویو نښي ښکارېدلې او یا به یې ځان غوړ کړی ؤ، نو ښځو به له هغه څخه د نکاح کولو په خاطر ځان ساته، او ویل به یې: ''داسي کس د واده کولو لپاره ښه نه دی.'' ځینو به ویل: ''د واده کولو لپاره داسي ځوان مناسب نه دی، چي قدمونه یې د غزا په خاورو ګردمن نه وي.'' که به ښځو داسي ځوان ولېد یا به پرې خبر شول چي هغه لمونځ نه کوي، یا هم له علماء کرامو سره ناسته پاسته نه کوي، نو ویل به یې: ''داسي کس نه ښائي چي زما د بچیانو پلار شي، مګر داچي په غوجل کي د حیواناتو خادم شي.'' بناءً; د هغه وخت سړي ځکه د مېړاني، زړورتیا، پاک لمنۍ او غیرت د بشپړو ځانګړتیاو لرونکي وه، چي ښځو یې پوره مرسته ورسره کول.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.2
3.2 (12)

12 ټولې رایې

5★
2
4★
3
3★
2
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan