دا ۱۴ کلنه انجلۍ چې کله د ښوونځي ملګرو د زياتې کرکې او نفرت له امله په لوبغالي کې بنده کړې وه او عجیبه انجلۍ به یې بلله نن د نړۍ له ځینو نامتو نابغه کسانو هم لوړه IQ لري. ادھارا پېریز د مکسیکو ښار اوسېدونکې ده، هغې ته د درې کلنۍ په عمر د آټیزم سپېکټرم اختلال (Autism Spectrum Disorder) تشخیص وشو، د وخت په تېرېدو یې د خبرو کولو وړتیا کمه شوه، ژور خپګان ته ولاړه او ښوونکو به فکر کاوه چې ګواکې زدهکړو ته لېوالتیا نلري. خو په کور کې حالت بل ډول وو، هغې لا د کوچنیوالي پر مهال د کیمیا ټول د عناصرو دوراني جدول یاد کړی وو او د ستړیا له امله یې په خپله د الجبرا زده کړه پیل کړې وه. د هغې مور هیله له لاسه ورنکړه او نوموړې یې د مکسیکو ښار د استعدادونو د روزنې یوه مرکز ته شامله کړه، هلته ازموینو وښودله چې د ادھارا IQ ۱۶۲ ده، دا شمېر د مشهورو پوهانو لکه انشټاين، ابنسينا، هاکنګ او البيروني له IQ څخه هم لوړه ګڼل کېږي. هغې په پنځه کلنۍ کې لومړنۍ زدهکړې بشپړې کړې، له ۱۲ کلنۍ مخکې یې د انجینرۍ دوه پروګرامونه پای ته ورسول او اوس د مکسيکو د ټکنالوژي پوهنتون په ریاضیاتو کې د ماسټرۍ زده کړې کوي. د هغې لویه هیله دا ده چې په ناسا کې کار وکړي او د فضا د څپړنې برخه شي. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
63 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
66 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)