فرید اوس هره ورځ د مریم لیدو ته په تمه و. د دوی خبرې ورځ تر بلې زیاتېدلې او د دواړو ترمنځ یو ښکلی باور رامنځته کېده.یوه ورځ مریم کتابتون ته رانغله.فرید څو ساعته انتظار وکړ، خو هغه ښکاره نه شوه. زړه یې ناارامه و. د لومړي ځل لپاره یې احساس وکړ چې د مریم نشتون څومره ورته دروند تمامېږي.بله ورځ مریم راغله، خو څېره یې بدله وه. د تل په څېر موسکا نه وه ورسره.فرید په اندېښنه وپوښتل: "مریم، خیر خو دی؟"مریم لږ چوپه پاتې شوه، بیا یې ورو وویل: "فرید... ځینې خبرې شته چې تراوسه مې نه دي درته کړې."فرید حیران شو.مریم ژوره ساه واخیسته او ویې ویل: "زما کورنۍ ډېر ژر له دې ښاره بل ښار ته کډه کېږي."د دې خبرې په اورېدو فرید داسې احساس وکړ لکه یو دروند بار چې پر زړه یې کېښودل شي."څه؟ ته به ځې؟"مریم په غمجنه موسکا وویل: "هو... شاید ډېر ژر."فرید نه پوهېده څه ووایي. هغه لا نه و منلی چې مریم د ده د ژوند مهمه برخه ګرځېدلې ده، او اوس د بېلتون خبر یې اورېده.له کتابتونه د وتلو پر مهال مریم وویل:"ځینې وختونه قسمت داسې لارې ټاکي چې موږ یې نه غواړو."فرید د هغې د خبرو په مانا فکر کاوه.خو هغه لا نه پوهېده چې د مریم د تګ تر شا یو بل پټ راز هم موجود دی، یو راز چې د دوی د ژوند مسیر به بدل کړي...دوام لري... ❤️
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
355 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)