صحرا زمری .د ایټالیا د دولت قاضی د صحرا د زمري شهید عمر مختار نه د اعدامېدو د فیصلې پر وخت سوال کوي. آیا تا رشتیا د ایټالیا د دولت سره جنګ کاوه ده وویل هو... آیا تا زموږ خلاف خلګ راپارولي ... ده وویل هو.... آیا ته د هغه عمل جزاء ته تیار یې کوم چې تا زموږ د دولت خلاف کړنې ترسره کړي... ده وویل هو آیا ته په دغه ټولو خبرو اقرار کوې ده وویل هو قاضی وویل د څومره وخته زموږ خلاف مبارزه کوې ده وویل د څلویښتو کالو راهیسې.. آیا ته پر هغه څه پښیمانه یې چې تا ترسره کړي ده وویل نه هیڅکله نه آیا پوهیږې چې موږ تاته د اعدام سزا درکوو ده وویل هو قاضی وویل ډیر خوابدی یم چې ستا د ژوند پایله داسې خطرناکه شوه ده وویل زه خو د ژوند په دغه انجام باندې خوشحاله یم قاضی وویل صرف مجاهدینو ته داسې خط ولیکه چې نور د ایټالیا خلاف مبارزه پریږدي نوموږ به ستا د اعدام پریکړه لغوه کړو او ډیر اعزاز به درکړو ده قاضي ته په قهر وکتل او ورته وې ویل هغه ګوته چې د شهادت په وخت کي اشهد الااله الله واشهد ان محمدا عبده ورسوله .... سره پورته کیږي هغه به هیڅکله داسې بزدالنه الفاظ ونه لیکي
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
2 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
اسلام
نشه يي توکي
د نشې زیانونه — یوه بشپړه مقاله سریزه نشه یوه له هغو ناوړه ستونزو څخه ده چې د انسان روغتیا، کورنۍ، ټولنې او راتلونکي ت...
احسان الله افغان
54 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
523 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)