غزني کې د «سلطان محمود غزنوي سوداګریز مارکېټ» د جوړولو پروژه پرانېستل شوهغزني | ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ هـ.قد غزني ولایت په مرکز کې، له فرخي څلورلارې څخه تر ختمالمرسلین جامع جومات پورې د «سلطان محمود غزنوي سوداګریز مارکېټ» په نوم د یوه لوی ځمکتل بازار د جوړولو پروژه رسماً پرانېستل شوه.د معلوماتو له مخې، په دغه مارکېټ کې به د صرافانو، زرګرانو او د سرو زرو سوداګرو لپاره له ۷۰۰ څخه زیات دوکانونه جوړ شي، چې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او د ښار د اقتصادي ودې لپاره به مهم فرصتونه رامنځته کړي.د پروژې ټول مالي لګښت د غزني مېشتي پانګوال حاجي داد محمد له خوا ورکول کېږي. د تړون له مخې، نوموړی به د ۲۷ کلونو لپاره د مارکېټ ۸۰ سلنه امتیاز ولري، او له ټاکلې مودې وروسته به پروژه حکومت ته وسپارل شي.چارواکي وايي، دا پروژه به د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ به د ملي عوایدو په زیاتوالي کې هم مهم رول ولوبوي.د یادونې وړ ده چې د پروژې تخنیکي او ساختماني چارې به د غزني مېشتي «منیر بهار ساختماني شرکت» له لوري ترسره کېږي. د پروژې اوږدوالی ۴۰۷ متره او سور یې ۳۶ متره دی. د بازار منځنۍ برخه به دوه پوړیزه وي او د ښاري اړتیاوو لپاره به ټول اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شي..کاپی
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.6
18 ټولې رایې
5★
7
4★
3
3★
2
2★
5
1★
1
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
اقتصاد
APL
د نړۍوالې کچې توپوهنې، زورورو شاټونو او نه هېرېدونکو شېبو لپاره چمتو اوسئ! 🌟 د انګلستان پیاوړی لوبغاړی، ډېوېډ ملان،...
محمدادریس ګهیځ
128 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)