oiuytrew
ذاکرالله شباب

دغصی ځپلو زیانونه

274 لیدنې 12 رایې
3.0 (12)

یو سړی دی چي هیڅکله غصه نه کوي. په هر حالت کي ارام، مهربانه او هوښیار ښکاري. ملګري یې «صابره» بولي، کورنۍ یې ملائکه ګڼي. خو ارواپوهنه دلته یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: هغه غصه چي هر انسان یې په فطري ډول احساسوي، د دغه «ښه او ارام» انسان دننه چیري ځي؟ ځواب یې ډېر وخت دومره ساده هم نه وي لکه په ظاهره چي مالمیږي.ارواپوهان دې حالت ته «د غصې ځپل» وايي. د دې ریښې اکثره د ماشومتوب په ژورو تجربو کي پټي وي. ډېری ماشومان، په ځانګړي ډول هغه چي حساس وي یا په بې ثباته کورني چاپېریال کي لوی سوي وي، دا زده کوي چي د غصې څرګندول خطرناکه دي؛ کېدای سي د مور او پلار قهر راوپاروي، له ده څخه مینه کمه کړي یا کورنی جنجال زیات کړي. نو ماشوم یوه هوښیاره دفاعي لاره غوره کوي: غصه احساسوي، خو پټه یې ساتي، آن تر دې چي له خپله ځانه یې هم پټوي.خو احساسات زموږ په پټولو سره نه ورکېږي. هغوی د انسان دننه ژوندي پاتي کېږي او په بله بڼه د راوتلو هڅه کوي.څېړني ښيي چي دا ځپل سوې غصه په بېلابېلو پټو او زیانمنو بڼو راڅرګندېږي. لکه غیر مستقیمه ناراضي، طنزیه خبري، پرله‌ پسې ځنډونه، یا هغه چوپتیا چي تر شا یې غصه پرته وي. کله ناکله د بدن له لاري را څرګندېږي؛ لکه دوامداره د سر درد، د هضمیې ستونزي او د فشار نوري نښي. او په ځینو کسانو کي بیا د خپګان بڼه خپلوي. ځیني ارواپوهنیزي نظریې خپګان «د دننه خواته اوښتې غصه» ګڼي.تر ټولو په زړه پوري خبره دا ده چي دا ډول خلک اکثره خپله هم نه پوهېږي چي غصه لري. هغوی په رښتیا باور لري چي ډېر ارام انسانان دي، خو د دوی بدن او غیر مستقیم چلندونه د دوی د دننۍ نړۍ بله کیسه بیانوي.د دې ستونزي حل دا نه دی چي موږ ناڅاپه توند او قهرجن سو. بلکي اصلي حل یې دا دی چي خپل احساسات وپېژنو، ویې منو او په سالمه او مناسبه طریقه یې څرګندول زده کړو. رواني روغتیا دا نه ده چي انسان هیڅ غصه ونه لري؛ بلکي دا ده چي غصه احساس کړي، علت یې درک کړي او په سمه توګه یې څرګنده کړي، نه دا چي دننه یې ښخه کړي او نه دا چي بې کنټروله یې پر نورو سړه کړي.ته یا ستا له نږدې کسانو څخه داسي څوک سته چي تل ارام ښکاري؟ او کله دي فکر کړی چي د هغه اصلي غصه چیري ځي؟

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (12)

12 ټولې رایې

5★
1
4★
3
3★
3
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan