دغه یوه ریښتینی کیسه ده چی یو افغانی ترجمان لیکلی ده. د کیسی :نوم یی امریکایی عسکره کله چی امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ د افغانستان ټول ولایتونه یی له طالبانو څخه ونیول امریکایانو په اکثره ولایتونو کی کمپیانونه او اډی جوړی کړی چې په دی اډو کی له امریکایانو سره اکثرو افغانانو وظیفی شروع کړی، ځینی ترجمانان ، ځینی ساتونکی او ځینی بیا لوی، لوی ټیکداران وو، دا هغه وخت وو چی په افغانستان د ډالرو باران وو. په دی وخت کی به که یو افغان له امریکایانو سره عادی کار هم کولو د میاشتی به یی 600څخه تر 800ډالرو میاشتنی مزدوری کوله. زه هم په کابل ولایت کی د امریکایانو سره ترجمان وم ،لومړی مقرری می له امریکایانو سره داسی وه چی ما په شهرینو کی د د بوټ فروشی په یو دوکان کی کار کولو چی امریکان راغلل .ما په انگلسی ډیری شکلی او روانی خبری کولی امریکایان زمونږ دوکان ته راننوتل دهغوی ترجمان زما د مالک نه د اجناسو پوښتنه کوله له دوی سره څو امریکایی عسکری هم وی په دی وخت کی یوه امریکایی عسکره چی نظامی لباس یی پر تن وو ډیره زیاته ښاسته او سمارټ باډی یی وه ماته را خواته شوه د یو جوړ ښځینه بوټونو پوښتنه یی وکړه ما چی کله انگلسی ورسره شروع کړه نو امریکایی عسکری ماته وویلی انګلسی دی چیرته زده کړی ده؟ ما پاکستان هیواد ورته وښود بیا یی وویلی که له مونږ سره ترجمانی کوی مونږ ترجمانانو ته ضروت لرو؟ ما هم د هو جواب ورکړ. ځکه چی مجبور وم.هغی وویل مونږ بیا احوال درکوو، سودا یی واخیستله امریکایی عسکر لاړل په دی کی یوه اوونی تیره شوه له یوی اوونی وروسته بیا امریکایی عسکر راغلل همغه امریکایی عسکره هم ورسره وه نوموړی عسکره کیوی نومیدله ، ماته یی وویل که چمتو یی له مونږ سره لاړ شه له تا څخه په دفتر کی انټروییو اخلو؟ ما هم هو جواب ورکړ. زه یی له همدی ځای څخه د بگرام اډی ته له ځان سره یوړم. په هغه وخت کی امریکایانو ترجمانانو ته ډیر ښه معاشونه ورکول هلته یی خپل مرکزی دفتر ته ورمعرفی کړم. دوه نارینه عسکر او یوه ښځینه عسکره ناست وو ، ماهم انگلسی داسی زده کړی وه لکه مورنی ژبه می چی وی مابه په کورسونو کی استادی هم کوله هلته می ټاپل کتاب هم تدریس کاوو، هر یو یوه یوه پوښتنه وکړه ، له اخیری پوښتنی وروسته یو امریکایی وویل کن ګری چلیشنز یعنی مبارک شه. نور بیا............
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)