oiuytrew
ریس خادیم

دولسمه برخه

186 لیدنې 17 رایې
3.2 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 19 Aug 2026

دولسمه برخه!په خندا مې وویل: ډېره تکړه یې، ما چې زنګ وکړ، هغه وخت له مور سره ناسته وې اوس بیا د ترور کره ورسیدې. له خندا شنه شوه او بیا یې وویل: وۍ ریښتیا لکه چې ګیر شوم. ورته مې ووې: نه وایۀ، وایه. هماغسې یې خندل او بیا یې وویل: الهامووو نوی کور او ښار ته راتګ مو بختور شۀ، خوند یې وکړ. مننه مې ترې وکړۀ، چې بله خبره مې کوله، هغه راوړاندې شوه: تاسو ته ښار ښه دی، دومره کورنۍ نه یئ، بل به د کلي له لانجو خلاص شئ، ایله به مو ژوند ارام شي. ورته مې وویل: په لومړنیو وختونو کې به لږ سخته وي، ځکه په کلي کې پیدا او رالوی شو، یو ناڅاپه یې پرېښول زور غواړي؛ خو ورو، ورو به دلته هم بلد شو. هغې وویل: هو نو، حتماً یو نابلد ځای ته راتګ په اول کې لږ سخت وي؛ خو چې څه موده تېرې کړئ او ژوند یې ووینئ؛ نو بیا به مو خوښ شي. هو مې وکړل. هغه بیا له خندا شنه شوه او راته یې ووې: ته څه عجبه یې، په دې دومره موده کې مې نن دورغ درته ووې، چې زه هم د ترور کره یم، هغه دې هم راپسې ریښتیا کړل. په خندل مې وویل: مکسد چې پام دې وي، بل وخت یې ونه وایې. توبه یې وکړۀ او بیا یې خبره وغځوله: همدا شرم بس وه، بیا خو څه لېونۍ نه یم، هغه متل یې څه ښه کړی، چې د دروغو مزل لنډ وي. هغې نور څه ویل، چې خبره مې یې پرېکړۀ، اوس دا خبرې پریږدۀ، دا ووایۀ، چې په ریښتیا کله راځې، یاده شوي مې یې؟ لږ غلي شوه او بیا یې وویل: زما هم یادېږې، زړه مې درته وچ دی، هڅه کوم، چې د جمعې په ورځ درشم، نن د دریم ورځ ده. ورته مې ووې: اې ریښتیا، چې راشې؛ نو څنګه به سره وینو؟ هغې ځواب راکړ: تر هغه ډېر وخت شته، په شریکه به فکر پرې وکړو او یوه لاره به جوړه کړو، بیا یې وخندل او زیاته یې کړۀ: که نور ونشوه، کور ته درځم، مور ته دې وایم، د موسسې والا یم، نوي کورنۍ چې دلته ښار ته راشي، موږ یې حالت معلوموو. ومې خندل، ورته مې وویل: والا دا تر ټولو ښه لاره وي، څوګ له تانه پوښتنه کوي، چې څه کوې او دلته ولې راغلي یې؟ هغې وویل: سیي ده، داسې اسانه درته معلومه شوه او خوشال شوې. ورته مې ووې: نور نه پوهېږم؛ خو چې پاتې نشې، حتماً راشۀ، که د لیدو کومه چاره جوړه نه شوه، نور مې دغه لنډۍ ورته وویله: "که دیدن وشي که ونه شي هسې د یار کوڅې ته تلل مزه کوینه" هغې په دغه لنډۍ ځواب راکړ: "څوګ چې د یار کوڅې ته لاړ شي چې بې دیدنه ترې راځي نو مړ دې شینه" او بیا یې وویل: د لیدو لپاره ډېرې بهانې او لارې شته اوس ځان مه غلطوۀ. ومې خندل او بیا مې ورته وویل: تا دې خدای دومره تکړه کړي، چې یو ځل راشې، نور خو زه نغد چغد یم. په خندا یې وویل: بیا دې له اوله خبروم، په لارو کې فرشونه واچوۀ، ګلان پرې وشیندۀ، چې خلکو ته خو پته ولګیږي، پریږدۀ چې ټول عالم خبر شي، څه یوه ورځ خو نه ده. ورته مې وویل: هو کنه، په هغه ورځ له والي سره غږېږم، چې ټولې لارې بندې کړي، د ټولو راډیوګانو او تلویزیونونو کسان راغواړم. څه یې ویل خندا واخیسته او خبره یې پاتې شوه. ساعت ته مې وکتل، څه کم دوولس بجې وې، ورته مې وویل: هیلو، ناوخت دی ویده کېږو نه؟ هغې وویل: هله ویده کېږو، زما خو پام هم نه وه، ته به ستړی یې، بیا ان شاءالله غږېږو. خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه مو پرېکړۀ. هملته په توشکه اوږد وغځېدم، کمپله مې په سر راکش کړۀ. تر ډېره مې د هیلو سره د لیدو سوچونه کول او پر ذهن مې ناسته وه، نه پوهېږم څو بجې به وې، چې خوب وړی وم. سهار مور راباندې غږ وکړ: هله ناوخت شوی دی، سمدستي پورته کېږۀ، چې غلی نشې. سترګې مې وغړولې، کوټه راته نااشنا غوندې ښکاره شوه، حیران شوم. څو شېبې بیخي ګنګس وم، وروسته مې پام شو، چې له کلي خو ښار ته راغلي یو. اودس او لمونځ مې وکړل، د مور کوټې ته ورغلم، چای یې تیار کړۀ و. مشر ورور مې وویل: سهار چې لمانځه ته راپورته شوم؛ نو ما ویل که بل چېرته مېلمه یم، ما هم ورته هماغه خبره وکړۀ. په نوي کور کې مې په کلي پسې زړه خپه و، لکه چا چې په زور راوستی وم، هېڅ شي خوند نه راکاوه. د مور او وروڼو مې هم زړونه تنګ وو؛ خو همدا خبره به مو سره کوله، چې څو ورځې وروسته خپل ښه کېږو. مور مې وویل: کور نوی دی، څو ورځې به همداسې وئ، بیا خپل ښه کېږئ. چای مې وڅښۀ او کار ته لاړم. د شرکت مالک ته مې وویل: پرون تر ماښامه اوزګار نه شوم، ګني راتلم. هغه لومړۍ مبارکي راکړۀ او بیا یې وویل: زنګ دې کړی وه، نور راتګ ته څه ضرورت وه، نن به هم نه راتلې، کور به مو سره برابر کړی وه. مننه مې وکړۀ، بیا مې ورته وویل: پرون مو ټول کار خلاص کړ. سمه ده یې وویل، د باندې ووت او زه پخپل کار لګیا شوم، ورځ تېره شوه. ماښام چې کور ته لاړم؛ نو له لمانځه وروسته مې مور ته وویل: ډوډۍ څه شی راوړم؟ هغې وویل: سهار د ګاونډیانو لږ د ستر عمر ښځه راغلي وه، تر ناوخت راسره وه، ویل یې، چې موږ نه وو خبر، بېګا په ډوډۍ باندې ماشومان ووې، چې تر څنګ کور ته کډه راغلي ده. ښه مې وکړل. مور بیا وویل: اوس څه شی مه راوړۀ، هغوی ډوډۍ کړي ده. موږ په همدې خبرو لګیا وه، چې ښځه بیا راغلۀ. مور مې له کوټې د باندې ور وواتۀ، هغې ورته وویل: دوډۍ دلته هم راوړی شو؛ خو راځئ هلته به سړي حجره کې کېني او موږ تاسې کور کې، لږ به مو فکر بدل شي، چې له کلي ښار ته څوګ نوي راشي؛ نو دا هر څه بدل ورته ښکاري. مور مې ورته وویل: د ډوډۍ هېڅ ضرورت نه وه، تاته مې سهار هم ووې. هغې وویل: پرون موږ باید ټول کور درسره برابر کړی وای؛ خو خبر نه وو، ډوډۍ دومره خبره نه ده، چې سره وپېژنو او بیا مې یې مور ته ووې: هله، زامنو ته دې غږ کړۀ، چې ځو. هغه وړاندې موږ ورپسې شوو، د باندې تقریباً یو لس کالن هلک ولاړ وه، ستړي مشي راسره وکړل او راته یې وویل: راځئ. مور دوی مې کور ته او موږ حجرې ته لاړو. هلک وویل: تاسو کېنئ، زه به د ډوډۍ غم وکړم. ورته مې ووې: په قراره دې وي، هسې وږي ښکارو، نور وږي نه یو. ویې خندل او له حجرې ووت. شېبه وروسته له دسترخوان او بدنۍ (لوټې) سره راغی، هغه یې کیښودل او بېرته لاړو. کوچني ورور مې پورته شو، لاسونو ته یې اوبه راواچولې او بیا مو دسترخوان هوار کړ. هغه بیا له پتنوس سره راغی، ورته مې وویل: موږ خو دسترخوان اچولی دی. پتنوس یې کيښود او بیا یې وویل: تاسو مېلمانه یئ، زه راتلم. له خبرو ډېر باادبه او هوښیار معلومېده. څو ځله لاړ او راغی، دسترخوان یې داسې ډک کړ، چې د هېڅ شي کمی پکې نه وو. مشر ورور مې ورته وویل: ګرانه، چې هر څه تیار وای، هغه زموږ قبول وه، دومره خرچه مو هسې کړي ده. هلک ووې: پرون مو باید مېلمانه کړی وای؛ خو موږ نه وو خبر. ډوډۍ ته سره کېناستو، د نوم او نورو وروڼو په اړه مې ترې پوښتنه وکړۀ؟ هغه وویل: ریحان نومېږم، وروڼه نه لرم، اته خویندې مې دي. زړه مې پرې وسوځېده، مشر ورور مې ورته وویل: بس د خدای کارونه دي، انسان څه نشي ویلی، زموږ بیا خور نشته. هو یې وکړل او بیا یې د اوبو جېک واخست، ګیلاس یې ترې ډک کړ، زموږ مخې ته یې کيښود. د ډوډۍ تر خوړلو مو ډېره پېژنګلوي وشوه. پلار یې ډاکټر وه، ریحان په یوه حصوصي ښوونځي کې سږ کال له څلورم څخه پنځم ټولګي ته په لومړۍ درجه بریالی شوی و. د ډوډۍ وروسته یې چای راوړ، نیمه پیاله به مې نه وي څښلی، چې د هیلې زنګ راغی، قطع مې کړ. وټساپ مې خلاص کړ، هغه هم انلاین وه. مسېج مې ورته وکړ: وبخښه، زه بل ځای مېلمه یم، حجره کې یو، د خبرو موقع نشته. سمه ده یې ولیکل او وټساپ مې بند کړ. تر ناوخته ناست وه، کیسې مو کولې، چې ریحان ته زنګ راغی، خبرې یې ورسره وکړې او بیا یې موږ ته وویل: مور مې وه، لکه چې ستاسو مور خپل کور ته ځي. مشر ورور مې او موږ له ځایه پورته شوو. هغه د شپې کولو ټینګار کاوه؛ خو موږ ورته وویل: خوند یې وکړ، دادی سره ومو پېژندل، نور خو اوس ګاونډیانو شوو، ځو او راځو به. د باندې راووتو او رخصت مو ترې واخیست. کور ته راغلو. مشر ورور مې له کېناستو سره سم وویل: دومره مصرف یې کړی وه، چې هر څه هسې پاتې شول. مور مې وویل: ډېر ښه خلک دي، زه یې په کور کې په عزتونو ستړي کړم، دومره ښې لوڼه یې وې، ګردې رانه تاووې دې، چې خپه نشم، له ځانه وشرمېدم او بیا یې خبره وغځوله: تاسو هم همداسې فکر کوئ، پلار یې ډاکټر دی، د اتو خویندو همدا یو ورور دی، څه کار یې وه، نه مه ورته وایئ. ورته مې وویل: مورې، هغه زوی یې له عمره کم دی؛ خو ډېر هوښیار وه، دلته چې موږ او دوی د یو بل په درد ونه خورو، بل څوګ خو نشته. تر ډېره مو د هغوی په اړه خبرې وکړې او بیا زه د مور کوټې نه د څنګ کوټې ته د خوب په بهانه واوښتم او هیلې ته مې زنګ وکړ؛ خو پورته یې نه کړ. وټساپ کې مې وکاته، هغلته هم افلاین وه. موبایل مې څنګ ته کیښود او ځان ته مې د خوب ځای برابر کړ، وغځېدم. له ځان سره مې وویل: شکر خدایه، دا ګاونډیان مو څومره ښه دي، چې له بدو سره واړوې؛ نو به هره ورځ لانجه وي. په همدې فکرونو کې وم، چې د هیلې زنګ راغی، ژر مې اوکې کړ. سلام یې وکړۀ. ځواب مې ورکړ. هغې وویل: موبابل مې چارج ته ایښی وه، اوس نور ویده کېدم، ما خو فکر وکړ، چې له ملګرو سره دې شپه ده، شاید زنګ ونه کړې. ورته مې وویل: همدلته ګاونډیانو ډوډۍ کړي وه، بل ځای وم تللی. ښه یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: ګاونډیان مو څوګ دي؟ ورته مې ووې: د همدې مرکز دي، نور یې څوګ نشته، زموږ سره یو لس کلن په هلک حجره کې ناست وه، پلار یې ډاکټر دی. هغې وویل: هلکه څه نومېده؟ تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.2
3.2 (17)

17 ټولې رایې

5★
1
4★
6
3★
5
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan