د بلغاریا (Bulgaria) په خاوره کې لرغونپوهانو يوه داسې موندنه وکړه چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړه. د یوې لرغونې تراشین (Thracian) مقبرې د کیندنو پر مهال نږدې ۲ زره کلنه ښکلې اسي ګاډۍ (Chariot) وموندل شوه، چې ترڅنګ یې د دوو اسونو بشپړ هډوکي هم په هماغه اصلي ځای کې پراته وو. داسې ښکارېده، لکه وخت چې هلته ناڅاپه درېدلی وي. کارپوهان وایي، دا آسي ګاډۍ د لومړۍ میلادي پېړۍ شاوخوا وخت پورې تړاو لري او د تراشین د لرغوني تمدن برخه وه. تراشینان د لرغوني سوېل ختیځې اروپا له ځواکمنو او جنګیالیو قومونو څخه شمېرل کېدل. د دې تمدن شتمنو او بانفوذه کسانو به له خپلو خوښېدونکو شیانو، اسونو او ګاډيو سره یو ځای خاورو ته ځانونه سپارل، ځکه هغوی باور درلود چې دا به د مرګ وروسته په بل سفر کې هم ورسره مل وي. د لرغونپوهانو په وینا، دا آس ګاډۍ یوازې د تګ راتګ وسیله نه وه، بلکې د ځواک، شتمنۍ او لوړ ټولنیز مقام نښه هم ګڼل کېده. پر دې آسي ګاډۍ د برونزو (Bronze) ښکلي سینګارونه او د تراشین مذهب او اساطیرو اړوند انځورونه جوړ شوي وو، چې د هغه وخت د هنرمندو کسبګرو د بې ساري مهارت څرګندونه کوي. تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې د دوو زرو کلونو له تېرېدو وروسته هم د اسونو هډوکي، د ګاډۍ څرخونه او ګڼې فلزي برخې په خپل اصلي ترتیب خوندي پاتې شوي دي. دغو موندنو لرغونپوهانو ته د تراشین خلکو د عقایدو، د ښخولو د دودونو، جګړهییزو رواجونو او هنري مهارتونو په اړه ډېر ارزښتناک معلومات ورکړي دي. نن ورځ دا موندنه یوازې یوه لرغونې آس ګاډۍ نه راښيي، بلکې د یوه بشپړ تمدن ژوندۍ انځورګري وړاندې کوي؛ داسې تمدن چې انسان به پکې خپل تر ټولو وفادار ملګری، یعنې آس، د مرګ وروسته د تلپاتې سفر لپاره هم له ځان سره ملګری کاوه. رښتیا هم، د ځمکې تر سطحې لاندې لا هم د تاریخ بې شمېره رازونه پټ دي، چې وخت په وخت راڅرګندېږي او انسانان حیرانوي.ليکوال:محمد عظیم حیات لندن پښتو ژباړه:اصل دين ځدراڼ. سرچینې: National Geographic Archaeology Magazine Bulgarian Academy of Sciences Smithsonian Magazine
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.5
15 ټولې رایې
5★
6
4★
2
3★
1
2★
6
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
510 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)