oiuytrew
ریس خادیم

دیارلسمه برخه

202 لیدنې 18 رایې
4.1 (18)
ریس خادیم
ریس خادیم 19 Aug 2026

دیارلسمه برخه!ورته مې ووې: ریحان نومېده، ولې؟ هغې هسې وویل او بیا یې زیاته کړه: زما د ترور خاوند هم ډاکټر دی، فکر مې وکړ، چې هغوی نه وي، خبره یې وغځوله: ښه ګاونډیان خوند کوي، زموږ سره دي، بیخي داسې فکر نه کوو، چې پرادي خلک دي. هو مې وکړل او بیا مې ورته ووې: بس دا هر څه په ځان پورې تړلي دي، چې خپله ښه وې؛ نور خلک هم ښه دي. تر ډېره مو خبرې وکړې او بیا هغې وویل: الهامووو سترګې مې پټې، پټې کیږي خوب راځینه. په بیړه مې ورته وویل: هله، وړاندې دې ولې نه وې، زه هم ویده کېږم. خدای پاماني مو وکړۀ او کمپل مې په سر راکش کړۀ. تر ناوخته خوب نه راته، کله به په یو لټ اوښتم او کله په بل. بلاخره خوب وړی وم، سهار له لمانځه وروسته، چې د مور کوټې ته لاړم؛ نو چای تیار وه. مشر ورور مې لا وختي څښلی وه، له ځایه پورته شو او مور ته یې ووې: زه ځم، چې نن له کابل څخه خلک راځي، زموږ رئیس هم نشته، مریض دی. هغه لاړو او موږ چای ته کېناستو. مور مې وویل: زویه، بېګا د ګاونډیانو یوې جینۍ راته وې: زه شفاخانه کې کار کوم، ته مې لیدلي یې، څه وخت وړاندې هلته راغلې وې. زما سم پام نه وو، ورته مې وویل: کیدای شي، چېرته یې لیدلي وې. له چای مې غړوپ وکړ، ګرم وه، بېرته مې کیښود. مور ووې: هغې ویل، چې زوی ته مې دې څو وارې ستا د پوښتنې لپاره زنګ هم وکړ. حیران شوم، مور ته مې زیر، زیر وکتل او بیا مې له ځان سره وویل: لکه چې لانجه جوړه شوه، اوس به څه کوم، دا خو د نرسې دوی کور دی. مور مې بیا وویل: ډېرې ښې اخلاقي جینکۍ دي، هغه شفاخانه کې چې کار کوي، زیاته ښکلې هم ده. ورته مې وویل: مورې، ښه ګوزاره ورسره کوۀ، چې هغوی ښه دي، باید موږ هم ښه اوسو. چای مې وڅښۀ، مور ته مې ووې، زه به نور کار ته لاړ شم؟ سمه ده زویه، یې وویل او ترې راپورته شوم. له کور چې راووتم؛ نو نرسه مې ذهن ته راغلۀ. له ځان سره مې ووې: هیلووو دې خدای نه خبروي، کنه تیار جنګ دی، وایي به چې تاته معلومات وو، ځکه د دغه کور نیوۀ. بیا مې وویل: هغه خو به نه خبریږي، له نرسې سره څه کوې، اوس خو سره ګاونډیان شو، په همدې چورتونو کې وم، چې له څنګ مې موټر تېر شو، سر یې له ښیښې نیم راوویسته او راته یې وویل: لکه چې پوډر دې وهلي دي، د سرک په منځ کې روان یې، هارنونه هم نه اورې. ځان ته مې وکتل، ومې خندل ریښتیا هم د سرک په منځ کې روان وم، ژر څنډې ته شوم. تر شرکته په همدې فکرونو کې ډوب وم. کتابچې مې راواخیستې، پروني حسابونه مې برابر کړل او بیا د نن په کار لګیا شوم. ښه وه، چې کار به مې کاوۀ؛ نو ذهن به مې هم پکې مصروف وه؛ خو چې اوزګار به شوم، همدا هیله او نرسه وې. ورځ په همدې فکري کشمکش کې تېره شوه. سبا چې کار ته راتلم، له کور څخه به مې داسې څو متره مزل کړی وي، موبایل ته زنګ راغی. جېب ته مې لاس کړ، موبایل مې راواخیست، چې ګورم، د نرسې شمېره ده. اواز مې پرې بند کړ؛ خو پورته مې نه کړ. شېبه وروسته یې بیا زنګ وکړ، زړه نه زړه مې اوکې کړ او هلو مې وکړل. هغې وویل: داسې روان یې، لکه چا چې پسې اخیستی وې، موبایل ګورې؛ خو پورته کوې یې نه، شاته وګورۀ. په بیړه مې مخ شاته واړوۀ، هغه په تور حجاب کې را روان وه، بېرته مې ترې مخ واړوۀ، ځان مې داسې وښودۀ، چې نه یې پېژنم، ورته مې وویل: تاسې څوګ یئ؟ اممممم یې وکړل او بیا یې وویل: نوی کور او زموږ ګاونډیتوب دې مبارک شۀ. ما بیا هماغه خبره تکرار کړۀ، وبخښئ، ومې نه پېژندې، تاسې څوګ یئ؟ هغې وویل: څه موده وړاندې چې د مور ناروغه وه او روغتون ته مو راوړي وه، هغه نرسه یم او اوس مو ګاونډۍ. ورته مې وویل: ښه ډېر ښه، تاسې دلته اوسېږئ؟ هو یې وکړل او بیا یې زیاته کړۀ: ستاسو په دلته راتګ له زړه خوشاله شوم، اوس دې نو مور یوازې نه ده. مننه مې ترې وکړۀ او ورته مې ووې: بس د خدای کارونه دي. هغه لکه پوهه شوي، چې وي، زه ډېرې خبرې نه غواړم؛ نو یې راته وویل: بس د همدې په خاطر مې زنګ کړی وه. بیا مې مننه وکړۀ او اړیکه مو پرې کړۀ. د شپږم ورځ وه، نن لږ کار زیات وه، ځکه د یوې هفتې حسابي پاتې وه، ورځ ستړي تر مزدیګر راورسیده. وټساپ مې خلاص کړ، د هیلې مسېج راغلی وه، لیکلي یې وو: شپې ته مېلمه دي، سبا د ترور کره درځم، بیا زنګ درته کوم. تر سبا وخت لکه کال اوږد شو او هېڅ تېرېده نه، په ډېرې بې صبرۍ مې یې زنګ ته شېبې شمېرلې. شپه تېره شوه، سهار شو. مشر ورور مې له ملګرو سره چکر ته لاړ او کوچنی ورور مې کلي ته، زه په کور کې پاتې شوم. څه د پاسۀ، نهه بجې وې، چې د هیلې زنګ راغی اوکې مې کړ، هغې ووې: الهاموووو اې، زه بخښه غواړم، نن پاتې شوم، ترور دوی مې دلته راغلل. ښه غوسه راغلۀ؛ خو هغې ته مې ووې: سمه ده، کومه خبره نه ده، بله ورځ به راشې. هغې وویل: ته خپه شوې، زه درځم، هغوی د راغلي وي. په خندا مې ځواب ورکړ: لېونۍ، نه یم خپه شوی، په دې کې خو ستا ملامتیا نشته، چې هغوی درغلل او بیا مې خبره وغځوله: که ژوند وو؛ نو ډېر به سره وګورو، اوس هله ورځۀ، له ترور دوی سره کېنۀ. هغې بیا هماغه د خپګان خبره تکرار کړه؛ خو قناعت مې وکړ، چې خپه وای خپله مې درته وې. خدای په اماني مو وکړۀ او اړیکه یې پرېکړۀ. کور ته راغلم، په برانډه کې لویې دروازې ته مخامخ له مور سره لمر ته پر کټ کېناسم. مور مې وویل: نن لمر ډېر ښه خوند کوي، ماته یې خوب راوستۀ. ورته مې ووې، هوا یخه ده، ساړه زیاتیږي؛ نو لمر ځکه خوږ لګیږي، ما چې بله خبره کوله د کور دروازه خلاصه شوۀ، د ګاونډیانو د ستر عمر ښځه راننواتۀ، له دروازې یې راغږ کړ: څنګه پرادي خو څوګ نه وي؟ مور مې له ځایه ورپورته شوه، ورته یې ووې راځۀ، هېڅوګ نشته. ښځې له دروازې د باندې غږ کړ، راځئ، مور مې مخې ته ورغلۀ. یوه ډله جینکې راننواتې، په بیړه له ځایه پورته شوم او د څنګ کوټې ته لاړم، دروازه مې رابند کړۀ. مور مې وړاندې هغوی ورپسې بلې کوټې ته لاړل. زه پر کټ اوږد وغځېدم، د چورتونو په دنیا کې ورک شوم، چې مور دروازه راخلاصه کړۀ او ویې ویل: ته خو داسې اوږد غځېدلی یې، مېلمانه دې ونه لیدل، د چای او غرمې لپاره څه شی راوړۀ. په بیړه له ځای پورته شوم او مور ته مې وویل: څه شی راوړم؟ هغې ووې: د چای لپاره دې چې څه خوښ شول، غرمې ته غوښه او شنه سبزي درسره راوړۀ. ښه مې وکړل او روان شوم. نیم ساعت وروسته مې هر څه راوړل، سودا مې مور ته ورکړۀ او زه نږدې دوکانونو ته وواتم. څو شېبې وروسته، مې مور زنګ وکړ او راته یې ووې: زویه، مالګه مې بیخي له یاده وتلي وه، ختمه ده. ځواب مې ورکړ، چې دروړم یې، اړیکه مې پرېکړۀ. له دوکان مې مالګه واخیسته، بېرته کور ته روان شوم، چې له دروازې ننواتم؛ نو مخامخ مې په هیلې سترګې ولګېدې. ځای په ځای حیران ودارېدم، لکه خوب چې وینم، باور مې نه کېده. فکر مې وکړ، چې غلط شوی یم، بیا مې وروکتل، هماغه وه، ماته یې په خندل کتل. فکري تمرکز مې بیخي له لاسه ورکړ. له ځان سره مې ویل، خوب وینم، بیا مې شا او خوا وکتل، هر څه ریښتیا وو. مور مې له کوټې را وواتۀ او راباندې یې غږ کړ، مالګه دې راوړۀ؟ هیلې ژر د کوټې لور ته حرکت وکړ. هو مې وکړل او ما ځان داسې وښوده، چې جینکۍ دي نشم ورتلی، نو مور مې راغلۀ او مالګه یې رانه واخیسته. حیراني مې لا زیاتېده، بېرته د باندې راوواتم. د کور مخې ته په مخامخ په سیمنټي جوړ شوي ځای لمر ته کېناستم. له ځان مې همدا پوښتنې کولې: هغې خو ماته وویل، چې ترور دوی مې راغلي دي، نشم درتلی. هغه څنګه او له چا سره راغلۀ؟ کور څنکه ورمعلوم وه؟ دلته به مې یې مور او ګاونډیانو ته څه ویلي وي، چې زه څوګ یم؟ بیخي ګډ وډ شوم او اوس مې هم باور نه کېده، چې دا خالت ریښتیا دی. موبایل مې راواخیست زنګ مې ورته وکړ؛ خو پورته یې نه کړ، شېبه وروسته یې پیغام راغی، لیکلي یې وو: وټساپ ته راشۀ. ژر مې وټساپ خلاص کړ، چې ما مسېج کاوه؛ نو د هغې مسېج راغی، څنګه حیران شوې؟ ولې تاته مې ویلي نه وو، چې کور ته درځم؟ ورته مې ولیکل: هیلووو زه خو له حیرانۍ مرم، ته څنګه او له چا سره راغلې؟ هغې: له خندل وروسته راولیکل: زه لکه د پیریانو غوندې یم، یو دم راپیدا شوم او بیا یې زیاته کړه: وخۍ څنګه غلی ودارېدې، بیخي دې راونه کتل، ستا کور ته راغلې یم، چېرته لاړې؟ په بیړه مې ورته ولیکل: دا اوس خوب دی او که ریښتیا؟ زه خو هېڅ پوهېږم نه. هغې وروستی مسېج وکړ: کور ته راشۀ، زه دې له مور سره د غرمې ډوډۍ پخوم. تر بیا ښې چارې.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.1
4.1 (18)

18 ټولې رایې

5★
9
4★
3
3★
5
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan