ډیر به مو اوریدلي وي، چې یو څوک وایي:ټکه دې در باندې راولویږي یا ټکه دې ووهه؛ نو دا لیکنه ووایاست:والټر سمرفورډ (۱۹۱۸–۱۹۳۰م):پر والټر سمرفورډ (Walter Summerford) درې واره ټکه را لویدلې ده، لومړی ځل د جګړې پر مهال تالنده پر راولویده سخت یې زخمي کړ، د بدن ډیره برخه یې ور وسوځوله، دوهم ځل څو کاله وروسته چې زخمونه یې جوړ شوي وه بیا ټکه پرې راولویده، بیا یې ډیر سخت ټپي کړ او درېیم وار چي تالنده او بریښنا (تندر) پرې راولویدل، د ده د فلج سبب شوه، نیم بدن یې فلج شو، تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې تر مرګ یې څو کاله وروسته پر قبر هم تندر راولوېده او د قبر ډبره يې ور ماته کړه.روی سولیوان (۱۹۴۲–۱۹۷۷م):روی سولیوان (Roy Sullivan) بیا هغه امریکایي د پارک ساتونکی وو چې اووه (7) واره د تندر لګېدو مستند ریکارډ لري، هغه هر ځل د تالندې را لویدو څخه ژوندی پاتې شو، که څه هم د سوځېدو او نورو ټپونو سره به مخ شو، د همدې بېساري پېښو له امله یې نوم د ګینس نړیوالو ریکارډونو کې ثبت شوی دی.دا دواړه کیسې مونږ ته یادونه کوي چې طبیعت د انسان له واک څخه ډير ستر او ځواکمن دی، کله ناکله داسې پېښې رامنځته کېږي چې د انسان عقل حیران کړي او انسان ته دا احساس ورکوي چي د کایناتو هر ځواک د الله ﷻ په اراده او قدرت چلېږي.﴿وَهُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ﴾ (سورت الرعد: ۱۲)ژباړه: «او هماغه الله (ج) دی چې تاسې ته برېښنا (تندر) د ويرې او هیلې لپاره درښيي او درنې ورېځې پیدا کوي.»دا نو چي تالنده او بریښنا (تندر) څنګه رامنځته کیږي، ډیره غټه موضوع ده.نوټ: د تالنده او بریښنا، تندر، الماسک، ټکه (Thunder) لغاتونه نږدې د یوه مفهوم لپاره کاریږي.کاپي
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.6
13 ټولې رایې
5★
4
4★
2
3★
5
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
453 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)