( څو ملګرو د یادې سکالو اړوند بار ـ بار د لیکنې غوښتنه وکړه، مال راځه د نن ماښام درس دې همدا شي)ّ★ یو واو «و»: د نرینه مفرد لپاره کارول کېږي، چې د دري ژبې «بود» یې معادل دی. بېلګې: ـ استاذ اسد الله غضنفر د کابل پوهنتون استاذ و. ـ نصرت اتل په پکتیا پوهنتون کې زدکړیال و. ـ طارق عزیز صدیقي یو وخت ویاند و. ـ عادل اند پرون پوهنتون ته تللی و.★ یو واو او هې «وه»: د ښځینه مفرد کس لپاره کارول کېږي چې د دې معادل هم د دري ژبې «بود» دی. بېلګې: ـ فرزانه زیار د ننګرهار پوهنتون استاذه وه. ـ ملاله کلیواله لغمان شریف ته تللې وه. ـ کامله عزیزي ښه شاعره وه.★ دوه واوونه «وو»: د جمع نارینوو لپاره کارول کېږي چې د دري ژبې «بودند» یې معادل دی. بېلګې: ـ Wesa Khan او عبدالواجد زما ملګري وو. ـ هلکان ښوونځي ته راغلي وو. ـ څو تنه سړیان ښار ته تللي وو.★ یو واو او لام «ول»: دا هم په ځینو پښتو ګړدودونو کې د جمع نارینوو لپاره کارول کېږي. بېلګې: ـ هلکان راغلي ول. ـ څو تنه سړیان ښار ته تللي ول. ـ هغوی توتان خوړلي ول.★ یو واو او اوږده یا «وې»: د ښځینه جمع لپاره کارول کېږي چې د دري «بودند» یې معادل دی. بېلګې: ـ وږمه او هوسۍ روغتون ته تللې وې. ـ څو تنه انجونې کابل ته راغلې وې. ـ زما خویندې مدرسې ته تللې وې.
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
13 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
20 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
19 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)