یو ماهي نيوونکی د شپې په تياره کې د سيند پر غاړه کېناست، له کيناستلو سره يې د ډبرو يوه ډکه کڅوړه وموندله. سړي به کڅوړې ته لاس دننه کړ يوه ډبره به يې ترې را وواېسته او سيند ته به يې ګوزار کړه. ډبره چې به سيند ته ور ولوېده، يو ډول ښکلی غږ به يې وکړ او سړي ته به يې ډېر خوند ورکړ. سړی همداسې د سيند پر غاړه ناست ؤ، له کڅوړې څخه به يې يوه يوه ډبره را وېستله او سيند ته به يې ورغورځوله، د اوبو او ډبرې پر غږ به یې خوند اخیست تر څو چې پرې سهار شو او لمر راوخوت. ګوري چې د کڅوړي ټولې ډبرې خلاصې شوې او يوه دانه پکې پاتې ده. سړي چې کڅوړي ته لاس دننه کړ او وروستۍ ډبره يې هم را وايسته؛ نو ويې ليدل چې په لاس یې ډبره نه بلکي جواهر ورغله. سړی پوه شوو چې مخکې يې سيند ته څومره ډبرې غورځولې وې، هغه هم ټول جواهر و. وروسته يې د ندامت او پښېمانۍ ګوتې وچيچلې، او په آه سره يې وويل: "څومره ستره شتمني مې له لاسه ورکړل." او زیاته يې کړل... "په الله قسم ما خو له دې جواهرو څخه هيڅ ګټه پورته نه کړه، پرته له دې چې يوازې مې يې پر اواز اورېدلو خوند واخيست او بس، که ماته د دې ارزښت معلوم شوی وای ما به هيڅ کله داسې نه وای کړي." له پورته کيسې څخه لاندې پندونه اخيستلای شو: د جواهراتو کڅوړه: زموږ عمر دی چې موږ يې په پرلپسې توګه په بې ځایه او بې ګټو کارونو کې مصرفوو. د اوبو غږ؛ دا د دُنيا خوندونه، شهوتونه او دوکه کوونکي شيان دي. د شپې تياره: دا زموږ غفلت او بې پروایي ده. د لمر را پورته کېدل: دا د هغه حقيقت څرګندېدل دي کوم چې له مرګ سره موږ ته څرګندېږي.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.8
16 ټولې رایې
5★
7
4★
2
3★
3
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
212 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
273 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
اقتصاد
APL
د نړۍوالې کچې توپوهنې، زورورو شاټونو او نه هېرېدونکو شېبو لپاره چمتو اوسئ! 🌟 د انګلستان پیاوړی لوبغاړی، ډېوېډ ملان،...
محمدادریس ګهیځ
140 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)