oiuytrew
ریس خادیم

د امريکايي عسکرې جاسوسي ناول 19 برخه

243 لیدنې 14 رایې
3.5 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Jul 2026

د امريکايي عسکرې جاسوسي ناول 19 برخه هوټل ته لاړو په ډير فکر او مخطاط ډول کمرې ته ننوتو. کیوي وويل زه به ځان لږ وومينځم سخته ورځ مو تيره کړې ده. ماويل سمه ده، خپله کېناستم دیوال ته مې ډډه ووهله، دواړه لاسونه مې پورته کړل څټ طرف مې تاو کړل سر مې پرې تکيه کړ،پښې مې وغزولې. او د سوچونو سمندر ته مې فنا ور وړه. د ټولې ورځې پيښې مې يوه يوه له زهن تيره کړه. مختلفې پوښتنې مې له ځان وکړې.! ظاهر څوک دی? چا وويشتو? دا خلک څوک وو? ولې يې زموږ د کار مخه ونيوه?سخته ستړې او ګنګس ورځ مې تیره کړه له امله يې ستړی ستومانه ووم. په ناسته مې سترګې ورغلې وې يو وخت مې ځان دروند احساس کړ، لکه څوک چې راباندې ناست وي لږ زور مې وکړ خو نتیجه يې ورنه کړه چې سترګې مې وغړولې کیوي وه موسکۍ شوه او وويل لکچې ډير ستړی يې? ما ورته د سر په اشاره وويل هو. هغې ځان پاک مينځلی و، وېښتان يې ګومنځ کړي وه ، عطر يې هم استعمال کړي وه، نازکه لباس يې اچولی و. چې نيم بدن يې لکه د سپينې واورې ترې ښکاریدو. يوه ګونډه يې له ما يو خوا او بله يې بل خوا اړولې وه په لاسونو يې زمان سر ونيو او شونډې يی رانږدې کړې حوصلی يی ما حس کړ. لا ژورو ته تللي نه وو چی دروازہ ټک ټک شوه کیوی پورته شوه ځان يې چمتو کړ زه کرار ورغلم دروازہ مې ورو خلاصه کړه هوټلي وو. ويې ويل له تاسو مخکې یو سړی راغلی وو ستاسې پوښتنه يې کوله. ومې ويل څنګه سړی وو? ويی ويل! -داسې لوړ غنم رنګه تورې سترګې،لوړه پوزه او ډنګر وجود يې و د خوګياڼو لهجه باندې خبرې کولې. - ښه نو څه يې ويل? - ستا نوم يې اخیست ويل زما ملګری دی. - نوم يی څه وو? - رسول خان"هوټلي لاړ کيوی يې په خبرو سمه پوهه نشوه. ما معلومات ورکړل ويی ويل چې هر څه يی ويل خو ډير بې وخته راغلی وو. ما وخندل تشناب ته روان شوم خو کيوی د ورځی د پيښو د راپور ورکولو او نوې امر اخيستلو لپاره مشرانو سره د تماس نيولو کار پيل کړ.ما تر حمام کولو وروسته پاک لباس واچولو، او د امير شهيد باغ طرف ته د روانيدو چمتوالی وښود.له کيوی مې اجازه واخیسته. موږ له خپل ډريور سره د ليدلو لپاره سهار او مازيګر د باغ جنوبی دروازہ ټاکلې وه. د همدې هدف لپاره ټاکلي ځای ته لاړم. ډريور چې ياسین نوميده له ما مخکې راغلی وو. هغه ته مې د لغمان د تګ وويل چې سبا ځو" ويل سمه ده هر وخت چمتو يم په سترګو" زه تری باغ ته ننوتم او ياسین موټر کې پاتې شو. زه چې د ورځې پيښو خفه او ستړی کړی وم زړه می غوښتل په چمنو او ګلانو وګرځم. څو شېبې مې لا تيرې کړې نه چې یو کس مې خوا ته راغی، د هم ګلان بوی کول شروع کړل. بې ددې چی زه څه ووایم هغه رامخکې شو او ويې ويل د ګلانو بويول او لمس کول می ډير خوښ دي! ستا هم خوښ دي? ما وويل هو ډير زيات مې خوښ دي ،په تيره سهار او ماښام. او دواړو وخندل😃 لږ شيبه لا نه وه تيره چې یو بل کس زموږ خواته راغی ، چې د وجود نه ډنګر معلوميدو ډير زر پوه شوم چې دا هماغه کس دی چې زما پوښتنه يې د هوټلي کړی وه. نه يې ښه کړه او نه بد

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (14)

14 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
2
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan