د امريکايي عسکرې جاسوسي ناول 55 برخه ما وویل: ـ زموږ شبکه باید اوس په دوو برخو ووېشل شي. کیوي په غور راته وکتل. ما ادامه ورکړه: ـ لومړی، د پچیر، وزيرو او اګام تنګیو له لارې د خلکو د تګ راتګ څارنه دوام ولري. دوهم، هغه کسان وڅارل شي چې له غرونو څخه راکوزېدونکو کسانو ته موټرونه برابروي. عبدالله وویل: ـ او د تور مثلث هره زاویه باید جلا وڅارل شي. کیوي سر وخوځاوه. ـ خو په ډېر احتیاط. که د دوی په شبکه کې واقعاً د حکومت دننه کسان وي، نو زموږ هر حرکت باید داسې وي چې هېڅوک پرې شک ونه کړي. ما د میز پر سر خپرو شوو راپورونو ته وکتل. ـ تر اوسه موږ یوازې د شبکې د څنډو نښې لیدلې دي. حاجي برکت، د آی اېس آی جاسوس، د پچیر او اګام لارو ترڅنګ خوږياڼو ته هم توجه وکړو. کیوي وویل: ـ خو اصلي مرکز لا هم پټ دی. څو شېبې ټول چوپ وو. بهر د شپې تیاره خپره وه. د خونې دننه یوازې د څراغ کمزورې رڼا وه او د نقشې پر سر د تور مثلث درې نقطې په نښه شوې وې. ما ورو وویل: ـ که دا مثلث واقعاً د دې شبکې زړه وي، نو موږ باید د زړه پر لور حرکت وکړو. کیوي په جدي انداز راته وکتل. ـ خو باید داسې حرکت وکړو چې د شبکې زړه زموږ د راتګ احساس ونه کړي. عبدالله د نقشې پر سر د درېیو نقطو ترمنځ کرښې وکتلې. ـ ښايي د دې مثلث یوه زاویه د بلې په پرتله کمزورې وي. کیوي وپوښتل: ـ څنګه؟ عبدالله وویل: ـ که د درې واړو نقطو ترمنځ اړیکې یو شان نه وي، نو ممکنه ده
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)