oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول ۲۴ برخه

283 لیدنې 14 رایې
4.1 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 06 Jul 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول ۲۴ برخه پیل د نغدو پیسو او خوراکي مرستو له وېش وروسته د کله ګوش خلکو د کیوي او د هغې د ډلې هرکلی وکړ. د سیمې سپین ږیرو به د دوی ستاینه کوله او افغان همکارانو ته به يې ویل! "الله دې خیر درکړي، چی زموږ ماشومان مو هېر نه کړل." خو د دې موسکاوو تر شا یوه بله کیسه هم روانه وه. کیوي د ماښام له تیارې سره سم په هغه کوچني کور کې چې د لنډمهالي دفتر په توګه یې کاراوه، له خپلو افغان همکارانو سره ناسته وکړه. د میز پر سر د سیمې نقشې، د خلکو نوملړونه او د کورنیو په اړه یادښتونه پراته وو. یو افغان همکار وویل: "تر اوسه مو د عبدالرحمن د کورنۍ په اړه ډېر معلومات راټول کړي دي، خو خپله عبدالرحمن لا هم نه دی راښکاره شوی." کیوي د کاغذونو پاڼې واړولې. ويي ويل "هغه به راښکاره شي. داسې کسان د خپلې کورنۍ اړیکې نه شي پرېکولای." هغې د زینب د کورنۍ په اړه ځانګړې دوسیه جلا کړه. په سبا د کیوي یوه ښځینه نرسه د زینب کور ته د ماشوم د معاینې لپاره ولاړه. ماشوم لږ ښه شوی و. د خوړو او درملو اغېز پرې ښکاره کېده. زینب خوشحاله وه. هغې وویل: "که تاسو نه وای راغلي، نه پوهېږم د زوی مې څه حال به شوی و." خو د خبرو پر مهال د نرسې پام د کور یوې زاویې ته شو. هلته یوه کڅوړه ایښې وه چې د نورو شیانو په پرتله نوې معلومېده. کله چې د زینب خاوند کور ته راغی، سمدستي یې کڅوړه له خونې وایسته. دا کار نرسې ته شکمن ښکاره شو. هغې بېرته دفتر ته تر ستنېدو وروسته هر څه کیوي ته وویل. کیوي څو شېبې چوپه پاتې شوه. بیا یې وویل: "له دې وروسته به د دې کور هر تګ راتګ په احتیاط څارل کېږي. د کيوي ټيم هلته څو ورځې تيرې کړې،هغوي د زينب څخه د کورنۍ د غړو د تعداد، کاروبار،راشه درشه، خوراک او خپلوانو په اړه معلومات ترلاسه کړي و. د زينب ميړه عبدالله نوميده د چارمغزو کاروبار يې کاوه د نورستان ولايت دواب او منډول ولسواليو ته به تللو چارمغز به يې اخيستل،هغه به يې لغمان او ننګرهار ته وړل ښه و لږه ګټه يې کوله. ددې خوا به يې خوراکي مواد وړل.د عبدالله پلار عبدالجبار نوميده دوه ښځې يي وې، بچيان يې ډير وه زياتره يې لورګانې وې يواځې د عبدالله ګټې ته ناست وه. بلخوا عبد الرحمن بيا د اقتصاد نه ښه د دوه زامنو او څلورو لورګانو پلار وو. يوه لور يې حاجی برکت ته ناسته وه. پاتې یې کلي کې واده وي.د زينب د خولې د خبرو په اساس د کور ټول مصارف يې دحاجی برکت لخوا پرې کيدل. زينب يي د زامنو هر يو کليم الله او سليمان څخه خبره نه وه چې څه کار کوي.خو ويل يې چې کور ته ډير وخت نه راځي. او که را هم شي له کور نه وځي. زينب د کيوی ديوې پوښتنې په ځواب کې چې د عبدالرحمن لور چيرته اوسيږي؟ وویل نه يم خبره چې چيرته اوسي خو دومره خبره يم چې لرې غرونو کې اوسېږي. ددې د خبرو داسې اټکل کيدو چې شايد د نورستان په دواب ولسوالۍ يا منډول ولسوالۍ اوسيږي... دلته کله ګوش کې د کيوی معلومات بشپړ شوي وه،نور د پاتې کیدو کوم دليل نه وو. نو ځکه يې دغه سيمه نوره ترک کړه. خو زينب ته يې ويلي وه چې زه دې بيا پوښتنه کومدوه ورځې وروسته، زه دې سيمې ته د تجار په نوم لاړم. نور بيا....

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.1
4.1 (14)

14 ټولې رایې

5★
7
4★
1
3★
6
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan