oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 21 برخه

253 لیدنې 12 رایې
3.3 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 03 Jul 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 21 برخهنوم دې څه دی؟ _ حامد! د کوم ځای يې؟ - د همدې ننګرهار يم د کومې ولسوالۍ؟ پچيراګام؛ -څه کار کوې؟ - د بوټانو دوکان کې کار کوم ناست کس چې یو څه سپين ږيری وو ډيره تجربه لرونکی شخص وو. هغه ما سره په ورين تندي خبرې کولې زما د کار باره کې ځواب ته يې د نه په توګه سر و خوځولو يعنې ځواب دې غلط دی. هغه ما ته زما باره کې پوره معلومات راکړل. يوازې په دې يې ځان پوه کولو چې ما د ظاهر او احمد شاه څخه د څه باره کې معلومات اخيستل. خو ما ورته يواځې همدا يوه خبره کوله چې زه په هیڅ نه يم خبر. بيا هغه وويل دلته کور کې ښځې او ماشومان دي موږ نشو کولای چې په تا فشار راوړو. موږ به تا ستا پلرني ټاټوبي پچيراګام تورې بوړې ته بوزو هلته به سره خبرې کوو. کله چې ما د هغوي په مطلوبو پوښتنو ځان منکر واچولو نو هغه ماته د ظاهر او احمد شاه د مرګ باره کې معلومات راکړل. ويې ويل موږ ظاهر وويشت تا د هغه د ژغورلو هڅه وکړه او پټ معلومات دې ترې اخیستل ،خو موږ خبر نشو چې ستا لاس ته څه درغله که نه؟ بيا هغه روغتون کې مړ شو. دهغه کورنۍ بيا احمد شاه دده د مرګ په تور ووژلو او د هغو کیسه ختمه شوه. خدای شته ډير زيات خفه شوم.ځکه دوه افغانان له موږ جدا شول او ددوي کورنۍ بې سرپرسته شوې. خير زه يې بيرته پخوانۍ کوټې ته منتقل کړم. بل خوا کيوی زما د نه ورتګ له امله ډېره زياته تشویش کې وه. د هوټل څخه را وتلې وه تر امير شهيد باغ پورې څو ځلې لاړه او راغلې وه خو زما هیڅ درک په لاس نه و ورغلی. خو بلاخره يې ياسين ليدلی وو او معلومات يې ترينه تر لاسه کړي وو. ياسين په ډیرې هوښيارۍ سره دقیق معلومات کيوی ته سپارلي وه. نو کیوی هم سستي نه وه کړې.دبلوک قوماندان ټام سره يې ستونزه شريکه کړې وه تر څو زر تر زره ورته رسيدګي وشي.قوماندان ټام په ننګرهار هوايي ميدان کې د امریکا ميشتو ځواکونو له چارواکو سره خبرې اترې کړې وې.تر نيمې شپې يې د عملياتو پلان برابر کړی وو. امريکايي ځواکونو له ځان سره کیوی او ياسين ملګري کړي وو. د دولتزو کلي ته څیرمه له موټرو پلي شوي وه. زه چې کوم کور کې بندي وم، لږ وړاندې په کمين کې پريوتي وو.د ملا اذان يو ساعت مخکې رسول خان او مخ پټي کس زه له خوبه پاڅولم، او ويې ويل راځه دا ځای نور پريږدو ځو تورې بوړې ته هلته به دې ښه استقبال وشي.په ما يې لاسونه وتړل، ويي ويل مخکې شه لږ پياده مزل به وکړو. په زړه کې مې وویل څنګه ياسين او کيوی زما مرستې ته نه راځي؟ له دروازې چې ووتو څو ثانیې وروسته ته د امریکايي ځواکونو ترجمانانو له خوا په لوډسپيکر کې غږ پورته شو تسليم شئ او وسلې په ځمکه کيږدئ. نور بيا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (12)

12 ټولې رایې

5★
1
4★
3
3★
6
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan