د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 22 برخه لايک،کمينټ،شیر او فالو هير نه کړئ د ترجمانانو د غږ سره ما ځان په ځمکه واچولو. او رسول خان او مخ پټي کس چې بله چاره نه وه لاسونه پورته کړل. امريکايي عسکرو هغوي ژوندي ونيول، تورې کڅوړې يې سرو ته ور واچولې. او په ځمکه يې په ګونډو کړل. کيوي او ياسين زما خواته راغلل، هغوي زما لاسونه خلاص کړل، کيوی زه غيږ کې ونيولم. تر ډيره وخته يې نه خوشې کوولم. خو امريکايي عسکرو د کور ټول ځايونه په دقیق ډول تالاشي کړل. ښځې او ماشومان يې له کوره د باندې راوويسل خو هغه سړی چې له ما يې ماخوستن پوښتنې کولې پيدا نشو. د کور څښتن چې نسبتاً يو ځوان سړی وو، د سرسري څيړنو وروسته د امریکايي پوځیانو له خوا په بې غږه وسله ويشتل شوی وو. کيوی چې تر ډيره وخته له ما سره وه په اخر کې کور ته ننوته ترڅو معلومات راټول کړي او په جريان ځان پوه کړي ځکه دا يوه استخباراتي موضوع وه. دا وخت لمر خپلو زرينو وړانګو خپرولو ته چمتووالی نيولی و . او همدې سره زما د خلاصون عمليات پای ته ورسیدل. خو تر شا يې يوه بې چاره او غريبه کورنۍ د غم او خفګان په ټغر کيناسته😢او د دايم لپاره يوه تور سرې کونډه شوه او د هغې هيلې مړی شوی ماشومان يتيمان او بې سرپرسته ته شول... وروسته تر خلاصون زه هوايي ډګر ته بوتلل شوم ترڅو روغتيايي مرسته تر لاسه کړم. ډاکټرانو په هر اړخيزه توګه زه معاينه کړم کومه جدي ستونزه مې نه درلوده يوازې د نس عضلاتو ته ته مې ضربه رسيدلې وه.هغو ماته د يوې اونۍ د استراحت سپارښتنه وکړه خو موږ دومره وخت نه درلوده ځکه د ظاهر څخه چې موږ کوم معلومات اخيستې وه بايد همدانن مو ورته رسيدګي کړی وی. کيوی له مشرانو سره تر مشورو دې نتیجې ته رسیدلې وه چې یو د روغتیایي خدمتونو ټيم د سرتيرو په ملاتړ د نورستان ننګراج ولسوالۍ کله ګوش سيمې ته لاړ شي چې د عبدالرحمن نومې کس معلومات راټول کړي. ترڅو امريکا ته مطلوب شخص حاجی برکت دده په پله پيدا کړي... کيوی او مشرانو ځکه تادي کوله چې دسيمې استخباراتي کړيو کوششونه کول ترڅو د حاجی برکت پل ورک کړي. کومو خلکو چې زه تښتولی ووم په عملياتو کې يواځې دوه نفر نيول شوي وه او دوه نور له سيمې وتلي وه. کيوی په دې مطمئنه چې هغوي به زموږ د کار مخه ونيسي.خير لنډه دا چې روغتيايي ټيم زما د نه موجوديت په صورت کې کله ګوش سيمې ته لاړل.هغوي هلته خدمات په کار اچولي وو ترڅو وښايي چې موږ له افغانانو سره مرسته کوو خو په حقيقت کې دا يوه غولونکې ډرامه وه چې په کار اچول شوې وه....نور هيڅ خبره نه وه. نور بياښایسته مخښکلي ناولونه
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)