oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 23 برخه

247 لیدنې 12 رایې
3.6 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 05 Jul 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 23برخه تير لفظونه هغوي هلته خدمات په کار اچولي وو ترڅو وښايي چې موږ له افغانانو سره مرسته کوو خو په حقيقت کې دا يوه غولونکې ډرامه وه چې په کار اچول شوې وه....نور هيڅ خبره نه وه. نوې برخه! د نورستان خلک ډير ميلمه پال خلک دي. که څه هم کور کې څه ونلري خو ميلمه ته يي چې هر ډول وي پيدا کوي. دوي ډير وروسته پاتې ژوند لري بازار دوکان، کار، روزګار، تجارت، تعليم،صحت اونور خدماتو ته ډير کم لاس رسی لري.ژوند يي ټول په غرونو کې دی يوازې په يوه ټيټه سطحه کرنه او مالداري کوي چې د همدې لارې خپل ژوند په مخ بيايي خو ددې سخت ژوند سره سره ډير غيرتي او ميړانه خلک دي. نږدې په ټول نورستان کې کرنه او مالداري د ښځينو په لاس کې ده.سړي يوازې د وطن دفاع ته وقف دي او بس.کله ګوش هم د نورستان د نورو سيمو په شان کلتور او رواج لري. خو د ا سيمه تاريخي حيثيت هم لري.کله ګوش سيمه د وخت دپاچا امير حبيب الله خان د خوښې ځای وو د تاريخي کتابونو د معلوماتو په اساس په کال 1337ه ق کې امير حبيب الله خان په همدې سیمه کې په خپله خيمه کې د نا معلوم شخص له خوا په ډزو ووژل شو. چې د همدې وخت څخه کله ګوش سيمه دراتلونکي شاهانو د پام وړ وګرځېده. دا لړۍ د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه تر وخته وغزیده. اوس هم دې سيمې ته خلک د ماهيانو د خوراک لپاره او طبيعي جوړښت له امله تګ راتګ کوي. څرنګه چې په دې سيمه کې روغتيايي خدمتونه د نشت سره برابر دي نو کیوی او ټيم يې دلته د روغتيا تر سرليک لاندې په پټه د عبدالرحمن درک لګولی وو.کيوی سره په دې پروګرام کې څو افغان همکارانو هم ملتيا کوله چې د هغې د جملې څخه دوه ښځينه نرسانې وې . هغوي هلته د عبدالرحمن د وراره د ښځې سره لیدنه شوې وه. زينب نوميده د يو زوی مور وه. زوی يې سخت په سوی تغذيه اخته ود کيوی په لارښوونه په کله ګوش کې لس ترټولو سخت ځپل شوي ماشومان چې د سوی تغذيې له امله کړيدل د درملنې لاندې ونیول شول.دوي ته دواه او خوراکي مواد ورکړل شوه. او د لا ښه مراقبت لپاره ددوي کورنی ژوند هم د نږدې وليدل شو. خو په دې لسو ماشومانو کې ډير فوکس د زينب په ماشوم وو. دې پټو استخباراتي مامورينو زينب او نورو نهو ښځو سره د نغدو پیسو مرستې هم کړې وه. نور بيا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (12)

12 ټولې رایې

5★
2
4★
6
3★
1
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan