د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 25 برخهدوه ورځې وروسته، زه دې سيمې ته د تجار په نوم لاړم.نوې برخه! د کيوی او نورو چارواکو په لارښوونه،ما له ځان يو تجار جوړ کړ. د جلال اباد ښار څخه تر کله ګوش پورې يو ستړی سفر و. ماسپښین مهال دې سيمې ته ورسيدم، يو مسجد ته ننوتم. ګنډي ګذاري مې يو کونج کې کيښودل، مسجد مې له سترګو تير کړ. مسجد د کلي په منځ کې له خټو او تيږوجوړ شوی و چې ټولو خلکو ورته اسانه لاسرسی درلود. د لمانځه لوی تالار ، او د اوداسه لپاره جلا ځای درلوده...دا مسجد یوازې د عبادت ځای نه و، بلکې د کلي د جرګو، مشورو او ټولنیزو غونډو مرکز هم و. د جمعې لمانځه، اخترونو، قرآن کریم د درسونو او د ماشومانو د دیني زده کړو لپاره کارول کېږدو. د مسجد لګښتونه اکثر د کلي د خلکو د چندې، خیرات او رضاکارانه مرستو له لارې پوره کېږدو. امام، مؤذن او د مسجد خدمت کوونکي د خلکو له خوا ټاکل شوی و او درناوی ورته کېدو. ما اودس وکړ په جاينماز کيناستم،د الله پاک ذکر مې شروع کړ. شيبه وروسته مؤذن اذان شروع کړ.په ډير ښايسته انداز يې اذان کولو، مؤذن سره دوه کسان نور هم مسجد ته را راغلي وو چې يو يې زما څنګ ته کيناست. مابه په لوړ غږ د اذان ځواب ورکولو، ده به ماته په حيرت کتل... خو ما ځان دومره په شیخانو کې وواهه چې مه کوه پوښتنه. څو دقيقې باد ملا امام تشريف راووړ، ټول مقتديان ودريدل او سنت لمونځ يې وکړ،پسې مزيدار جماعت وشو او دعا هم وشوه. د کلي خلکو منځ کې زه نا اشنا کس ووم. د دود مطابق خلکو ماسره روغبړ وکړ،او هر يو راته د ډوډۍ ست کولو... اخر د يو پوخ عمر سړي سره چې ماته د کلي مخور کس ښکاره شو د غرمې ډوډۍ ته روان شوم که څه هم ناوخته و خو بیا هم ډوډۍ مو وخوړه. پس د خوراک نه چای هم راوړل شو، او زموږ ترمنځ خبرې داسې پيل شوې! د کوربه وويل! ښه ځوانه نوم دې څه دی او د کوم وطن يې؟ - ما ورته نوم غلط وښوده، ماویل عباس مې نوم دی د جلال اباد نه راغلی يم د وچې ميوې تجارت کوم دلته په چارمغزو پسې راغلی يم خو څوک نه پيژنم!هغه وويل اممممم دې ورستيو ورځو کې زموږ سیمې ته ډير خلک په مختلفو کارونو پسې راځي... ما ځان ناګاره واچولو، ګنې زه هيڅ خبر نه يم خو زړه کې مې ویل تاسو څه خبر ياست چې زه د کوم هدف لپاره راغلی يم او دی سره راته ځان يو غټ ګناهګار ښکاره شو، ځکه دا خلک څومره ساده او پاک مسلمانان دي. او موږ ددوي د ساده توب او پاکو احساساتو څومره بده استفاده کوو. هم موږ اوهم د حاجی برکت ډلې ددې سيمې د خلکو په ژوند لوبې کولې. خير ما خپله دنده شروع کړه او ومې ويل زه غواړم چې دلته چارمغز واخلم که د چا سره وي ،چون سيزن هم تير دی، خو که کوم محلي تجار سره پاتې وي؟ کوربه چې محمود نوميده وويل ولينه دلته د عبدالله په نوم کس شته زه به يې را وغواړم. دې سره زما زړه ټوپونه وهل شروع کړل په سينه کې نه ځايدو. لنډه دا چې عبدالله راغی معرفت مو وشو، هغه وويل سمه ده عباسه وروره دلته چارمغز اوس نشته سبا به دواب ولسوالۍ ته پسې لاړ شو.شپه تيره شوه سهار وختي روان شو، عبدالله د ځان سره څه سامان هم راخيستي و ، په ډاډسن موټر کې سپاره شو، ګړزی ګړزی ګړزی او غنګی غنګی بس د سفر نه مې زړه موړ شو... د سهار ناشته مو د ګندلبو پول تر څنګه هوټل ته ورسوله چې د چای او ماهيانو بل څه پکې نه وو له موټر کوز شو د ماهيانو اډر مو ورکړ ډير ښايسته خوندور يې تیار کړي وو. ما لږ وختي خوراک بس کړ عبدالله مې پاتې خوراک ته پريښود ما د هوټل حساب لنډ کړ سیده موټر ته لاړم د عبدالله غوټه می وکته څو جوړه نارينه او ښځينه جامې پکې وې، دې سره يقيني شوم چې حاجی برکت سره د ښځې په دواب ولسوالۍ يا منډول ولسوالۍ کې دي نور بيا
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
186 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
354 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)