د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 28 برخه! د سهار وختی هوا چې هر ځای وي خوندوره وي، خو ددې ځای هوا بيا بل قسم وه. ګرچاپېره په ځنګلونو پوښلي غرونه چې د انسان سترګې يې په لومړي ځل ليدو زر تر زره د عصبي سیستم له لارې زړه ته احوال ورکوي او هغه ورته په سينه کې د خوشالۍ ټوپونه وهی.خو زما زړه يوازې سترګو ته دا وايي چې ځنګلونو ته مه ګوره،يوازی د حاجی برکت څرک ولږوه. په شين سهار مې د زړه په امر ګرچاپېره کور له نظر تير کړ خو هيڅوک مې ونه ليدل... عبدالله مخکې زه ورپسې شوم لږ لاندې طرف دوه کسان ښکاره شول، ورته زير شوم ومې پېژندل د اسونو خاوند او پيره دار ول خپلو کې په نورستاني ژبه ګړيدل، چې موږ ورنژدې شو غلي شول، عبدالله ورته وويل موږ ځو د چارمغزو سودا کوو. وروسته هغه ګڼ کلي ته اسونه راوله چې سودا يو ځای ته راټوله کړو... همدې سره نور ددې ځای څخه روان شو. تردې وخته ما د عبدالله څخه دا پوښتنه نه وه کړې چې ته ددې کور والا سره څه اړيکه لرې خو پوه ووم چې دوي سره خپلوي لري ځکه د عبدالله ښځې زينب . کيوی ته پوره معلومات ورکړي وه خو هغه بې چاره ددې ګيم څخه خبر نه و ما هغه ته وويل، عبدالله! دا خلک ستا سره څه بلدتيا لري؟ هغه ماته په ډير لنډ ډول وويل دلته زما د تره لور اوسيږي. زه کله کله ورته د ضرورت شیان راوړم اودې سره نور چپ شو. له لږ ځنډ وروسته ما بيا وويل خاوند يی د همدې ځای دي که د بل ځای؟ عبدالله وويل نه ستاسو وطندار دي خو دلته اوسېږي. - ولې؟ - هغه ورو شان وويل دوښمن دار دي. - ښه نو څه کاره دی؟ دلته خو ژوند ډير سخت دی. وويل دلته د قيمتي ډبرو کانونه دي هغه پکې شريک دی. ما وويل دا اوس چې پاس د اسونو خاوند سره ولاړ وو همدا وو؟ - نه دا يې د کور پيره دار و هغه خپله کانونو سره نږدې بل ځای اوسيږي. ما نور لازمه ونه ګڼله چې نورې پوښتنې ترې وکړم ځکه هسې نه شکمن شي. همدې ځای کې مې بحث د تجارت طرف واړاوه، څنګه به مال پوره کړو؟ هغه غريب ډير وګړيدو او زه ورته غوږ غوږ وم بلاخره مو يو څه سودا وکړه چې زه ورسره پاتې شوم او هغه بل کلي ته لاړو. ما تر يو حده د اسونو خاوند ته انتظار ووايستو چې کله راغی نو د څيرې څخه راته سم ښکاره نشو مخ يې سور او تندی پړسېدلی و، او ډير غوسه حالت کې و. زه ورنږدې شوم او ورو مې ترې وپوښتل څه خبره ده وروره؟ هغه په قهرجن نظر راته وکتل ستا او دعبدالله د لاسه مې سخت وهل وخوړل.څنګه وروره؟ - دلته په لاره دوه کسان وه ويل يې چې... نور بيا
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)