ته چې د چا سره راغلی يې دوي څوک دي؟ ما ورته وويل دچارمغزو تجاران دي عبدالله او عباس، هغوي وويل! هو عبدالله تجار دی خو دا بل نفر تجار مجار نه دی. بيا ما ستا باره کې ټينګار وکړ چې په ټوله لار يې د تجارت خبرې کړې دي نو هغوي زه سخت ووهلم او ويې ويل! بيا نا اشنا خلک دلته رانه ولې. نو ما د اسونو خاوند څخه وپوښتل دوي څه رنګ خلک وه؟ -. هغه وويل په پښتو ژبه غږيدل یو يې ځوان او بل يې لږ سپين ږيری وو. - ما وويل ښه نور يې زما باره کې څه ويل؟ - هغوي ته جاسوس بللې.او ويل يې چې ژوندی يې نه پريږدو!ما له لږ فکر وروسته د اسونو خاوند ته وويل! ته د اسونو له درکه څومره روپۍ اونۍ کې کټه لرې؟ هغه وخت کې په سيمه کې پاکستانۍ کلدارې مروجې وې.نو هغه وويل! اونۍ کې پنځه زره. نو ما ښه ځانته متوجه کړ! ګوره وروره زه تاته ددې اونۍ سل زره کلدارې درکووم خو ته ما سره يوه مرسته وکړه.چی ما د څو ورځو لپاره دلته پټ کړه... د اسونو خاوند چې امير حمزه نوميده په خوښئ زما وړانديز قبول کړ او يوې تنګې درې ته يې بوتلم چې يوازې څو کوره پکی اباد وه.ماته په يو کور کې پناه راکړل شوه او خپله امير حمزه بيرته د تګ اجازه واخيسته. ما نور د طبعيت له نظارو خوند نشو اخيستی.ټوله ورځ په کوټه کې پټ وم، د موږک له کړپ سره به هم زما زړه د ډاره ټوپونه وهل... مازیګر حمزه بيرته راغی حالات يې راته بيان کړل.ويې ويل څو وسلوال کسان درپسې ګرځيدل له هر هغه چا يې پوښتنه کړې وه چې تاسو ترې سودا کړې وه... عبدالله يې نيولی و. زه نور هم وډار شوم،طاقت مې يو ځای هم نه کيدو. حمزه ته مې وويل، ته چې هر دول کيږي څوک اعتباري کس پيدا کړه ترڅو موږ ته وخت نا وخت د حالاتو معلومات راکړي،ته نور د منډول مرکز ته مه ځه! يو کس ته مو پنځه زره کالدارې ورکړې ترڅو موږ ته د سيمې هر دول معلومات راکړي.هغه هم په ورين تندي ومنله.بلکل به يې منله دا ډيرې زياتې روپۍ وې ځکه ددې ځای دخلکو عايد بیخي په نيشت حساب وو.شپه شوه د کور څښتن او کورنۍ يې دومره زړه سواند او مهربانه خلک وه چې ما په هيڅ کوم ځای نه وه ليدلي. زما يې ډير زيات خدمت وکړ، لکه څرنګه چې د کله ګوش څخه د دواب په لور راتلو په لاره کې عبدالله راته د نورستان د خلکو د ميلمه پالنې ويلي وو له هغی هم ډیر غيرتي قوم دی. د شپې ډوډۍ کی،يې وچه غوښه پخه کړې وه ډيره خوندوره وه.دوي دا خواړه ډ ډير زړه ته نږدې ميلمه ته پخوي. د خوب لپاره يې بلې کوټې ته بوتلو ،ښه نرمه بستره يې راته په کټو هواره کړې وه. د کور څښتن هم په همدې کوټه کې څملاستو. خو د رڼا مړه کولو سره مې بدن څو ځله وسکونډل شو،اړخ په اړخ واوښتم خو لکه د ميږيانو پشان مخلوق مې بدن ته داخل شوی وو. کوربه او امير حمزه خو بلد وو خو دې ناځوانه مخلوق لکه د حاجی برکت کسانو زه ټارګيټ کړی ووم...د نورستان په ټولو سيمو کې خلک د رنګارنګ ستونزو سره مخ دي چې يو د هغو نه يو ماډل حشرې دي چی د شپې د خوا کله چې رڼا مړه شي له ځالو راوزي او خلک چيچي،موږ يې کټملې بولو بيخي زياتې وې. خو د رڼا په بليدو سره بيرته خپلو ځالو ته په منډه ځي. د کور څښتن بيا راباندې مهربانه شو ټوله شپه يې په دې غريبۍ کې رڼا بله کړه...سهار وختي د خوبه پاڅيدو ،په احتياط له کوره ووتو حمزه ته مې وويل! تازه معلومات به کله راورسيږي؟ نور بيا
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
186 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
354 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)