oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 31 برخه

233 لیدنې 16 رایې
3.4 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 10 Jul 2026

حمزه د اوږدې مودې لپاره په چوپتیا کې ناست و. قلم یې په لاس کې اړاوه را اړاوه او کله به یې زما خوا ته کتل. د مازیګر سیوري ورو ورو د درې پر لمنو خپرېدو. بالاخره یې وویل: ـ که زه جلال اباد ته ولاړ شم او دا سړی پیدا نه کړم، بیا؟ ما ورته وویل: ـ پیدا به یې کړې. اسدالله د هوايي ډګر د عمومي دروازې شاوخوا زوړ دوکان لري. که هغه ځای ته ورسېدې، نور کار اسانه دی. حمزه ژوره ساه واخیسته. ـ ښه، سبا سهار به روان شم. هغه شپه مې ډېر خوب ونه کړ. د کوټې له کوچنۍ کړکۍ به مې کله ناکله د باندې کتل. د کلي څراغونه یو په بل پسې مړه کېدل او دره په تیاره کې ډوبېده. سهار د لمونځ وروسته  حمزه د سفر تیاری وکړ. د کور خاوند هم راویښ شو. هغه حمزه ته د لارې لپاره وچه ډوډۍ او لږ پنیر ورکړ. حمزه د تلو پر مهال زما لاس ونیو او ویې ویل: ـ تر څو چې بېرته نه یم راغلی، له کوره مه وځه. ما موسکا وکړه. ـ اندېښنه مه کوه، احتیاط به کوم. حمزه روان شو او زه یوازې پاتې شوم. د ورځې ډېره برخه په انتظار تېره شوه. کله به مې کتابچه را واخیسته، کله به مې د دره منظرو ته کتل، خو ذهن مې بل ځای و. شاوخوا غرمه وه چې د کور خاوند په بیړه کوټې ته راننوت. ـ ژر شه! ما وارخطا وپوښتل: ـ څه شوي؟ هغه ورو وویل: ـ څو ناپېژانده وسلوال کلي ته راغلي دي. زما زړه درزا واخیسته. له کړکۍ مې وکتل. د کلي په منځ کې څو کسان ولاړ وو. یو تن خلکو ته څه ویل او نور شاوخوا راټول وو. د کور خاوند وویل: ـ داسې ښکاري چې بیا ستا په لټه کې دي. ما سمدستي خپله کوچنۍ بوجۍ راواخیسته او د کور شاته تنګې لارې ته ووتلم. د کور خاوند راته اشاره وکړه: ـ د چینې تر غاړې پخوانۍ سمڅه شته. هلته تر ماښامه پټ پاتې شه. زه د ونو تر سیوري لاندې روان شوم. د کلي غږونه ورو ورو لرې کېدل. نږدې نیم ساعت وروسته سمڅې ته ورسېدم. ځای تیاره او یخ و، خو د پټېدو لپاره مناسب ښکارېده. ما لا سم ځای نه و نیولی چې د باندې د پښو د درزا غږ مې واورېد. ساه مې ونیوله. د سمڅې له خولې د یوه سړي سیوری ښکاره شو. ما لاس ورو ورو د ډبرې پر لور وغځاوه. سیوری یو قدم نور هم رانږدې شو. بیا یو اشنا غږ واورېدل شو: ـ مه وېرېږه... زه عبدالله یم. زما سترګې له حیرانتیا پراخې شوې. عبدالله؟ خو هغه څنګه د حاجي برکت له کسانو خلاص شوی و او تر دې مهمه دا چې، آیا رښتیا هم عبدالله و، که د دښمنانو نوی چل ما د سمڅې په تیاره کې سترګې ورټینګې کړې. د سړي څېره روښانه نه ښکارېده، خو غږ یې د عبدالله غوندې و ما په احتیاط وپوښتل: ـ که رښتیا عبدالله یې، نو راته ووایه چې کله مو د دواب په بازار کې لومړی ځل یو ځای ډوډۍ وخوړه، موږ ته چا ميلمستيا راکړه سړي لږه شېبه چوپتیا وکړه، بیا یې ورو وویل: ـ صديق الله نانوايي. زه لږ ارام شوم. دا خبره یوازې موږ دواړو ته معلومه وه. عبدالله سمڅې ته راننوت. مخ یې ستړی او جامې یې په دوړو ککړې وې. ما ورته وویل: ـ څنګه خلاص شوې هغه د سمڅې دیوال ته تکیه وکړه او ژوره ساه یې واخیسته. ـ هغوی څو ورځې پوښتنې راڅخه کولې. غوښتل یې پوه شي چې ته څوک یې او ولې راغلی یې. ما ورته هماغه د چارمغزو د تجارت کیسه کوله، خو باور یې نه راته کاوه. ـ بیا ـ پرون شپه یې زه د یوه کور په انګړ کې ساتلم. د کور یو بوډا سړی زما حال ته زړه وسوځېد. د شپېناوخته یې د شا له خوا د وتلو لاره را وښوده. زه هم په تیاره کې وتښتېدم. ما سر وخوځاوه. ـ نو اوس به هغوی پوه شوي وي چې ته تښتېدلی یې. ـ همداسې ده. اوس به زما په لټه هم ګرځي. په سمڅه کې چوپتیا خوره شوه. عبدالله ناڅاپه زما خواته وکتل. ـ ته راته رښتیا ووایه، ته اصل کې څوک یې؟ ما ځواب ورنه کړ. هغه بیا وویل: ـ له لومړۍ ورځې مې احساس کاوه چې ته عادي سړی نه یې. اوس ټول خلک ستا په لټه دي، او هر ځای ستا اصلي نوم حامد  اخلي. ما د سمڅې له خولې د باندې وکتل. د مازیګر لمر د غرونو تر شا د لوېدو په حال کې و. ـ ځینې خبرې شته چې اوس یې وخت نه دی. عبدالله موسکی شو. ـ نو مانا دا چې زما شک سم و. ما موضوع بدله کړه ـ د حاجي برکت په اړه څه خبر لرې؟ د عبدالله څېره جدي شوه. ـ یو مهم خبر مې اورېدلی. ـ څه ـ هغوی فکر کوي چې ته لا هم په همدې دره کې یې. ځکه یې د وتلو لویې لارې تر څار لاندې نیولي دي. خو د چپې درې  لارې ته چندان پام نه کوي. ما حیران وکتل. ـ هماغه لاره چې پنجشېر ته ځي؟ ـ هو. همدا مهال د سمڅې له بهره د سپي د غپا غږ راغی زه او عبدالله دواړه غلي شوو. وروسته د څو کسانو د خبرو غږونه هم واورېدل شول. عبدالله په بیړه وویل ـ داسې ښکاري چې دلته را رسېدلي دي. ما د سمڅې له خولې په احتیاط وکتل. د ونو ترمنځ څو وسلوال کسان ښکاره شول یو تن یې په لوړ غږ وویل: ـ دلته يې شاوخوا ولټوئ! ممکن په همدې ځای کې پټ وي زما او عبدالله سترګې سره ولګېدې. اوس د تېښتې لپاره یوازې یوه لاره پاتې وه نور بیا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (16)

16 ټولې رایې

5★
5
4★
2
3★
4
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan