کیوي، د هغې دوې ملګرې ميشل او هندي الاصلا امريکايي سونيا او پاتې ژوندی پولیس د حاجي برکت د کسانو له خوا ونیول شول. وسلوالو هغوی د منډول له جهیل څخه لرې، د غرونو لوړو او نااشنا سیمو ته بوتلل. اوږده او سخته لاره وه. بندیان يې په لاره سخت شکنجه کول، هغوی يې په لوڅو پښو په اغزيو او تيرو ډبرو ګرځول ډیر زیات يې ستړي او کمزوري کړي وو، او ساتونکو پرې سخت چلند کړی و. حاجي برکت ته چې د بندیانو د نیولو خبر ورسېد، ډېر خوشحاله شو. هغه باور درلود چې اوس به وکولای شي د خپلو دښمنانو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړي. خو کیوي او ملګرو یې د هر ډول فشار باوجود د خپلو ملګرو او ماموریت په اړه څه ونه ویل. بل لور ته زه او عبدالله لا هم د هغو بې ګناه خلکو د مرګ له غمه نه وو راوتلي. د ماښام پر مهال یو پټ پیغام راورسېد. پیغام راوړونکي په بیړه وویل: ـ څو ښځې چې خارجي دي د حاجی برکت کسانو نيولې دي... ما او عبدالله یو بل ته وکتل. ـ دا کیوی ده؟ هغه سر وخوځاوه. د خبر په اورېدو مې زړه درز وکړ. پوه شوم چې وخت نور زموږ په ګټه نه دی. هماغه شپه مو د سیمې له مشرانو او باوري کسانو سره پټې لیدنې پیل کړې. د نورستان خلک د مېلمه پالنې، غیرت او یووالي لپاره مشهور وو. کله چې هغوی د حاجي برکت د ظلمونو، د بې ګناه خلکو د وژل کېدو او د بندیانو د نیولو کیسې واورېدې، نو ورو ورو یې ملاتړ راسره څرګند کړ. په څو ورځو کې د بېلابېلو کلیو نه یو شمېر کسان زموږ د مرستې لپاره چمتو شول. چا د غرونو پټې لارې راښودلې، چا د وسلوالو د تګ راتګ معلومات راټولول، او چا د حاجي برکت د کسانو د پټنځایونو په اړه خبرونه راوړل. یوه شپه یو ځوان زموږ پټ ځای ته راغی. هغه په ټیټ غږ وویل: ـ ما هغه ځای لیدلی دی چې بندیان پکې ساتل کېږي. عبدالله ژر ورنږدې شو. ـ ډاډه یې؟ ـ هو. د یوې تنګې درې په سر کې یوه سمڅه ده. ساتونکي یې ډېر دي، خو یوه پټه لار هم شته. ما د ځوان خبرې په غور واورېدې. دا لومړی ځل و چې د کیوي او نورو د ژغورلو لپاره مو یوه رښتینې نخښه موندله. خو په همدې وخت کې حاجي برکت هم بېکاره نه و ناست. هغه خبر شوی و چې د سیمې خلک ورو ورو زموږ ملاتړ کوي. له همدې امله یې خپلو کسانو ته امر کړی و چې د هر شکمن کس څارنه وکړي. د جګړې امکانات ورځ تر بلې زواتيدو. موږ پوهېدو چې راتلونکې ورځې به د برخلیک پرېکړه کوي. يا به بنديان ژغورل کېدل... او یا به د حاجي برکت واک نور هم پراخېده. د نورستان خلک که څه هم د تعليم سره ډير اشنا نه دي. خو د علماوو خبرې هيڅکله ځمکې ته نه غورځوي.نو ما او عبدالله ددې فرصت نه په استفادې د منډول د مرکزي جامع مسجد د ملا امام له نفوذ څخه استفاده وکړه.اوخلک مو دده په وينا پاڅون ته ولمسول. ترڅو ميلمنې خارجي جينکۍ وژغورل شي او د نورستان نوم بد نشي... د مختلفو قريو ځوانان مو په وسلو سمبال کړل،او دوي ته مو وويل که هر چا ډيره ميړانه وکړه نو لويه جايزه ګټونکی به شي. پنځوس تنه ځوانان او د قريو مشران چمتو شول. دوي مو په درې ګروپونو وويشل: اول ګروپ چې مشري یې ما کوله ددرې په منځنۍ برخه کې مخ پورته حرکت وکړ. دوهم ګروپ د عبدالله تر مشرۍ لاندې د درې په ښي اړخ کې.اودريم ګروپ د قومي مشرانو په مرسته د درې په چپ اړخ باندې پرمختګ وکړ... نور بيا...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
201 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
261 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
360 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)