نور په چغو او نارو سر شو،پخپلو اوزو پسې ګامونه واخيستلاخيستل او له سترګو پناه شو... ما له ځان سره څلور سرتیري واخيستل او په ډير احتياط سره د سمڅې خواته روان شو، له يوې لوړې غونډۍ چې مخامخ سمڅې ته يي موقعيت درلود وختو هلته مو يو وسلوال کس او حاجی برکت وليدو ورته مو وويل تسليم شئ ګرد چاپيره محاصره ياست.هغوي ټيټ شول موږ نور هم ورنږدې شو تر دې چې د سمڅې خولې ته ور ورسيدو خو بیا هم تسليم نه شول.. اخر تر يو دوه ساعته ځنډ وروسته لومړنی کس تسليم شو.او وويل نور څوک نشته: اولنی کس زه وم چې سمڅې ته ورننوتم، نو په سترګو مې توره شپه شوه. زه لومړنی کس وم چې سمڅې ته ننوتم، نو په سترګو مې توره شپه شوه. ما هلته يو ستر وهشت وليد. کيوی،ميشل،سونيا او افغان پوليس په داسې حال کې وليدل چې ټول بدن يې تکشين اوښتی و،پښې لاسونه او خولې يې تړل شوي وو.د کيوی ، ميشل او سونيا سپين بدنونه او ګلابي مخونه ټول شکارې شوی و. پښی يې تورې اوښتې وې نوکان يې د تيږو سره د لږيدلو له امله لويدلي وه. د پښو تلې يې د اغزيو ډکې وې.زه په بيړه ورنږدې شوم اول مي خولې او بیا پښې او لاسونه خلاص کړل. دوي سخت کمزوري شوي وه په ډير تکليف راکيناستل، کيوی وويل! دا کس حاجی برکت نه دی. ما د هغه کس چې د حاجي برکت په نوم تسلیم شوی و، د سرتېرو تر څار لاندې ولاړ و. وکتل. په زړه کې مې یو عجیب شک پیدا شو. ورمخ ته شوم او مخ ته مې ښه ځیر شوم. ناڅاپه مې د هغه د مخ له یوې برخې څخه مصنوعي پوټکی جلا کړ. عبدالله چې دا مهال را رسيدلی و حیران شو. او ويې ويل ـ دا څه کوې؟ خو په بله شېبه کې هر څه روښانه شول. دا سړی حاجي برکت نه و. یوازې یو عادي جنګیالی و چې د حاجي برکت په بڼه جوړ شوی و. ټولو یو بل ته وکتل. عبدالله په حیرانتیا وویل: ـ نو اصلي حاجي برکت چېرته دی؟ هماغه وخت زما ذهن د هغه شپون خوا ته ولاړ چې څو شېبې مخکې له اوزو سره د سمڅې څخه وتلی و. د هغه بېړه، چغې، نارې او بیا ناڅاپي ورکېدل... ټولې ټوټې سره ونښلېدې. ما په غوسه وویل: ـ اصلي حاجي برکت هماغه شپون و! د سمڅې دننه چوپتیا خپره شوه. څرګنده شوه چې هغه مصنوعي څېره یې پر مخ اچولې وه او زموږ له سترګو مخکې د اوزو له رمې سره وتښتېد. عبدالله په قهر د خپلې وسلې لاستی ونیو. ـ نو موږ یې بیا وغولولو. ما سر وخوځاوه. ـ خو دا ځل به ډېر لرې نه ځي. له دې وروسته مې شاوخوا وکتل. ورو ورو د سمڅې دننه منظره رابرسېره شوه... د سمڅې په منځنۍ برخه کې څو مړي او ټپیان پراته وو. ځینې د حاجي برکت کسان وو چې د جګړې پر مهال ټپیان شوي او دلته یې ساه ورکړې وه. دوه نور کسان لا ژوندي وو او د درد له امله یې کمزورې نارې وهلې. وروسته مې د سمڅې جوړښت ته پام شو. دا د عادي سمڅې په څېر نه وه. داسې ښکارېده لکه چا چې له ډېر وخت راهیسې د پټنځای په توګه کارولې وي. په منځ کې یو پراخ او برابر غولی جوړ شوی و. د غولي ښي اړخ ته دوه جلا کوټې وې. لومړۍ کوټه د اوزو د ساتلو لپاره ځانګړې شوې وه او د واښو بوی ترې راتلو. دوهمه کوټه آشپزخانه وه. لوښي، دیګونه او د خوراکي توکو کڅوړې پکې پرتې وې. د سمڅې په سرنۍ برخه کې یوه نسبتاً پاکه او منظمه کوټه جوړه شوې وه. هلته یوه بستره، څو نقشې، راډیوګانې او ځینې اسناد پراته وو. عبدالله وویل: ـ دا بې له شکه د حاجي برکت ځانګړې کوټه ده. د غولي چپ اړخ ته د وسلو یوه کوټه وه. هلته د کلاشینکوفونو، راکټونو، مرمیو او نورو تجهیزاتو صندوقونه ایښودل شوي وو.د پلټنی پر وخت دوه شټينګر توغندي هم وه موندل شول. قيمتي ډبرې،ډالر،کلدارې او پخوانۍ سيکې هم په لاس راغلې... تر څنګ یې د سرتېرو د اوسېدو کوټه وه چې کمپلې او نور توکي پکې پراته وو. ما یو ځل بیا د سمڅې له خولې دباندې د غرونو لور ته وکتل. په شنو ونو پټ وو.او دې ونو د سختې شپې او ورځې د تيريدو شاهدي ورکوله. او په دې هم پوهېدې چې د دې جګړې تر ټولو مهم هدف لا هم آزاد ګرځي. حاجي برکت یو ځل بیا زموږ له لاسه وتښتېد، او اوس به د هغه د موندلو لپاره نوې او لا خطرناکه مرحله پیلېدله. خو په نورستان کې دده د لټون او نيونې عملیات ناکام شوه. يوازې هغه څه چې د امریکا فوځي چورلکو ته خطرناک وو په کم تعداد کې شټينګر توغندي په لاس راغلل.او بس...خو ددې ميشن تر شا چې ما او کيوی جانې ته را سپارل شوی وو، د نورستان غيرتي قوم ته دردونه او غمونه پريښودل. نور بيا... په نورستان کې د ناول صحنې پای ته ورسېدې. خو نوره محتوا هم شته دی. يوځل بيا به زه او کيوی جانه راڅرګند شو خو لږ ځنډ به پکې وي. ----------------------------- د لوستلو مو ډيره مننه کوم.هيله ده چې ژوند کې مو څوک تير نه باسي
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
201 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
261 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
360 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)