د بګرام په هوايي ډګر کې ولاړ وم. د مازدیګر لمر د غرونو تر شا پټېده. د ځانګړې الوتکې د راتګ خبر را رسېدلی و او زه د هغې په تمه وم. څو شېبې وروسته الوتکه ښکاره شوه او په ځغاست لیکه کښیناستله. زما زړه بې اختیاره چټک درزېده. کله چې د الوتکې دروازه خلاصه شوه، لومړی سونیا ښکاره شوه، ورپسې میشل او په پای کې کیوی راښکاره شوه. د څو میاشتو درملنې او آرام وروسته د دوی په څېرو کې څرګند بدلون راغلی و. د سونیا رنګ یو څه سپین او روغ ښکارېده. میشل پخوا په پرتله پیاوړې شوې وه او نور یې امسا نه کاروله. خو تر ټولو زیات بدلون په کیوي کې راغلی و. هغه لږه چاغه شوې وه او د مخ رنګ یې هم بدل شوی و. د اوږدې درملنې او آرامۍ نښې پرې له ورایه ښکاره وې. کله چې یې سترګې پر ما ولګېدې، سمدستي په خندا شوه. زه ورمخکې شوم. هغې لاسونه را وغځول او موږ یو بل ته په خوشحالۍ غاړه ورکړه. ـ بالاخره بېرته راغلو. ما وخندل. ـ داسې ښکاري چې ډاکټرانو ښه پالنه درسره کړې ده. هغې په ټوکه وویل: ـ ته وایې چې چاغه شوې یم؟ ـ زه داسې څه نه وایم. ـ خو همدا دې مطلب و. موږ دواړه وخندلو. میشل او سونیا هم راورسېدې. له روغبړ وروسته مو د هوايي ډګر له ساحې ووتلو. په موټر کې تر ډېره د پخوانیو خاطرو خبرې روانې وې. کیوي د عبدالله پوښتنه وکړه. ـ عبدالله څنګه دی؟ ـ ښه دی، کله کله مې ویني. ـ ما ډېر یادېده. وروسته یې د زینب پوښتنه وکړه. ـ زینب لا هم هماغسې زړوره ده؟ ـ تر پخوا لا زړوره شوې ده. کیوي نرۍ وخندل. ـ هغه راته ډېره یادیږي. په راتلونکو ورځو کې موږ ټول په کابل کې پاتې شوو. ځینې ورځې به مو په ښار کې تېرولې. کله به مو زاړه یادونه را تازه کول. کله به مو د راتلونکو دندو په اړه خبرې کولې. د اوږدې مودې وروسته داسې احساس کېده چې ژوند عادي بڼه غوره کړې ده. خو زه پوهېدم چې دا ارامي به تلپاتې نه وي.او يو ځل بيا به مختلف فعاليتونه کوو. یوه ماښام موږ ټول د يو هوټل په باغ کې ناست وو. د چای پیالې زموږ مخې ته پرتې وې. کیوي په جدي لهجه وویل: ـ تر اوسه مو نه دي ویلي چې د نوي ماموریت موضوع څه ده. ما اوږه وخوځوله. ـ تر اوسه بشپړ معلومات ما ته هم نه دي راکړل شوي. ـ خو څه خو به درته ویل شوي وي؟ ما د شاوخوا کسانو ډاډ ترلاسه کړ او بیا مې وویل: ـ یوازې دومره پوهېږم چې دا ځل موضوع یوازې افغانستان نه ده. کیوي حیرانه شوه. ـ نو بیا؟ ـ معلومات ښيي چې یوه خطرناکه شبکه په څو هېوادونو کې فعاله ده. سونیا وویل: ـ او زموږ د راتګ علت همدا دی؟ ـ هو. میشل د میز پر سر ګوتې ووهلې. ـ نو دا مانا چې آرامي ختمه شوه. هیچا څه ونه ویل. ټولو پوهېدو چې نوی فصل پیل شوی دی. خو لا هېڅوک نه پوهېدل چې د دې شبکې تر شا یو زوړ او خطرناک نوم پټ دی. یو داسې نوم چې ما فکر کاوه بیا به یې هېڅکله ونه وینم. ميشل او سونيا دواړه پورته شوې، کابل ښار کې ځانګړي کورته چې ددوی لپاره نيول شوی وو لاړې.کيوی او زه ترنيمې شپې په هوټل کې پاتې شو... ماته په ارزان قیمت سیمه کې يو کور چې نوی جوړ و په کرايه نيول شوی وو. دواړه ورغلو،شپه مو ښه په نخرو تيره کړه. دې سيمه کې نوې ابادۍ شروع وې نور بیا...
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)