شپه تر نیمایي تېره شوې وه. د ارزان قیمت سیمې نوی جوړ شوی کور خاموش و. له کړکۍ د کابل د ښار د څراغونو کمزورې رڼا ښکاره کېده. له څو میاشتو سختو پېښو وروسته دا لومړۍ شپه وه چې ځان مو نسبتاً آرام احساساوه. سهار د اوو بجو مهال thuraya(سټيلايټ ټیلیفون زنګ مې توجه جلب کړه. سکرین ته مې وکتل. د بلوک مشر ټام نمبر و. زنګ مې پورته کړ. ـ سهار مو پخیر، حامد. هغه په ارامه لهجه وویل: ـ د د خبرو اوږدولو اړتیا نشته. لس بجې مرکزي قوماندانۍ ته حاضر شه. نوی مأموریت رسماً پیل شوی. تر دې وروسته اړیکه پرې شوه. ما څو شېبې ټیلیفون ته کتل. دا ډول اړیکې معمولاً هغه وخت کېدې چې موضوع تر عادي عملیاتو ډېره مهمه وه. کیوي هم راویښه شوه. زما د څېرې بدلون یې ولید. ـ څه پېښ شول؟ ـ احضار شوی یم. ـ نو مأموریت پیل شو؟ ما یوازې سر وخوځاوه. ... له لسو بجو لږ مخکې د قوماندانۍ غونډې خونې ته ورسېدم. د خونې دروازه خلاصه شوه. دننه يو افغان او دوه امريکايي لوړپوړي امنیتي چارواکي ناست وو. دا افغان یو سپین ږیری سړی و چې ما مخکې نه و لیدلی. د میز پر سر یو لوی نقشه پرته وه. د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو سیمو نښې پکې لګېدلې وې. سپین ږیري سړي خبرې پیل کړې. ـ هغه شبکه چې تاسو یې په اړه پرون واورېدل، یوازې د وسلو قاچاق نه کوي. هغه د ریموټ یوه تڼۍ کېکاږله. پر پرده لسګونه انځورونه ښکاره شول. د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه، جعلي اسناد، سپوږمکۍ انځورونه او د بانکي لېږدونو معلومات. ـ دا ډله په یو وخت څو کارونه کوي؛ د وسلو قاچاق، د پټو معلوماتو راټولول، د سایبري بریدونو تمویل ، د خطرناکو کسانو انتقال، او قيمتي ډبرو تور کار کول. خونه په بشپړه چوپتیا کې ډوبه شوه. هغه یوه بله نقشه راښکاره کړه. په هغې کې د افغانستان ختیځ سرحد په سره رنګ نښه شوی و. ـ موږ باور لرو چې د دې شبکې لومړنی فعال مرکز له همدې ځایه اداره کېږي. ما وپوښتل: ـ د مشر نوم مو معلوم دی؟ سپین ږیري سړي څو شېبې چوپ پاتې شو. بیا یې ورو وویل: ـ همدا زموږ تر ټولو لویه ستونزه ده. هغه یو فایل زما مخې ته کېښود. د فایل پر سر یوازې یو تور نښه وه. ما فایل خلاص کړ. لومړۍ پاڼه تقریباً تشه وه. یوازې یوه جمله پرې لیکل شوې وه: "هغه سړی بېرته راستون شوی دی." زړه مې ناڅاپه درزا وکړه. ما بله پاڼه واړوله. یو زوړ عکس پکې پروت و. که څه هم انځور تیاره و، خو د عکس څېره مې سمدستي وپېژندله. دا هماغه کس و... هغه څوک چې کال وړاندې مو ورسره څرخنده ليدنه په نورستان ولايت منډول ولسوالۍ کې وشوه خو بیا تر ننه ورک وو. ما په حیرانتیا وویل: اوس به موږ دا بيا په ختیځ کې لټوو. امریکایي افسر ورو وویل: ـ موږ هم همداسې فکر کاوه. هماغه وخت د خونې دروازه خلاصه شوه. کیوي، میشل او سونیا هم د غونډې خونې ته ننوتلې. هغوی لا نه پوهېدل چې د میز پر سر ایښی عکس به د دوی د ژوند نوی او تر ټولو خطرناک فصل پرانیزي. نور بیا...
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)