له غونډې درې ورځې وروسته، زه او کیوي سهار وختي په یوه شخصي سراچه موټر کې له کابله د جلالاباد پر لور وخوځېدو. د سفر پر مهال مو ډېرې خبرې ونه کړې. هر یو په خپل ذهن کې د راتلونکي مأموریت بېلابېلې صحنې انځورولې. تر غرمې مخکې جلالاباد ته ورسېدو. د ښار ګرمه هوا سخته وه. لومړی مو بازار ته سر ورښکاره کړ او د سفر لپاره مو د اړتیا وړ توکي واخیستل؛ وچ خوراک، اوبه، د سیمې عادي جامې او نور هغه شیان چې زموږ د پوښښ لپاره اړین وو. مازیګر چې د لمر تودوخه لږه کمه شوه، د چپرهار هډې پر لور روان شوو. هلته مو ځانونه د سپرلۍ په یوه موټر کې ځای کړل، څو د نورو مسافرو په څېر عادي ښکاره شو. د موټر د حرکت سره سم مو د جلالاباد له سختې ګرمۍ ځان خلاص کړ.سرک يونيم ځای پوخ و، خو ځینې برخې یې لا هم خامې پاتې وې. د لارې دوړې د موټر له کړکیو سره نښتې وې او د وچې هوا احساس یې لا زیات کاوه. کله چې د چپرهار ولسوالۍ له سیمې تېرېدو، د وچکالۍ ځپلې منظرې مو سترګو ته ودرېدې. پراخې کرنیزې ځمکې شاړې پرتې وې او په ډېرو ځایونو کې د اوبو د کمښت نښې له لرې هم ښکاره کېدې. خدای شته، زړه مې ورته خفه شو. ما وویل: ـ پخوا به دلته ډېرې کروندې شنې وې... اوس هر څه بدل شوي دي. کیوي د کړکۍ له ښیښې دباندې وکتل او ویې ویل: ـ که اوبه وي، دا سیمه بیا هم د زرغونېدو وړتیا لري.چپرهار د ننګرهار له ګڼ مېشتو ولسوالیو څخه ده چې د جلالاباد ښار جنوب ته نږدې پرته ده. د اوبو د کمښت له امله یې ډېرې کرنیزې ځمکې شاړې شوې دي. ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي او لږ شمېر دري ژبي هم پکې ژوند کوي. د زدهکړو کچه یې د ځینو نورو سیمو په پرتله نسبتاً ښه ده. موټر خپل سفر ته دوام ورکړ. له چپرهاره چې واوښتو، ناڅاپه د پچیراګام د سرسبزو غرونو او ښکلو منظرو لیدو زموږ ستړیا کمه کړه. شنې غونډۍ، د غرونو لمنې او یخه هوا د سیمې ښکلا نوره هم زیاته کړې وه. ما په موسکا وویل: ـ همدا طبیعت و چې زما د ماشومتوب ډېر یادونه ورسره تړلي دي. کیوي د منظرې انځور په ذهن کې ثبتاوه او ورو یې وویل: ـ ښکلا یې د دې سبب شوې چې څوک د دې غرونو تر شا پټ رازونه هېر کړي. ما بې له ځنډه ځواب ورکړ: ـ همدا رازونه دي چې موږ یې دلته راکش کړي یو. موټر ورو ورو د سرسبزه سیمو پر لور روان و، خو موږ ته لا معلومه نه وه چې د دې ښکلو منظرو تر شا به کومې پېښې موږ ته انتظار اوباسي. د پچيراګام ولسوالۍ د صبر سيمه کې زموږ يو شمېر خپلوان اوسيدل، ما کيوی ته وويل شپه دلته کوو. هغې راسره ومنله، له موټر کوز شو،ناڅاپه يو وسلوال کس چې موږ سره په موټر کې يو ځای ناست وو په موږ توپنچه ونيوله. نور بيا....
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)