کله چې وسلهوال کس زموږ لوري ته را روان شو، د هغه له حرکتونو داسې معلومېده چې هدف یې موږ ژوندي نیول وو، نه دا چې ځای پر ځای ډزې وکړي. هغه څو قدمه نور هم را نږدې شو، خو ناڅاپه د شاوخوا خلکو شور او زوږ پورته شو. د بازار ګڼ خلک راټول شول او هر څوک د پېښې د لیدلو لپاره ورنږدې کېدل. وسلهوال سړي چې وضعیت بدل ولید، پوه شو که همدلته اقدام وکړي، ښايي خپله هم وپېژندل شي او یا ونیول شي. هغه سمدستي خپل دریځ بدل کړ، شاته واوښت او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو. ما د کیوي لاس ونیو او له هغه ځایه ژر ووتو. د ډېر فکر وروسته مو پرېکړه وکړه چې تر ټولو خوندي ځای به د خپلو خپلوانو کور وي. ما غوښتل لږ تر لږه تر یوې شپې پورې هلته پټ پاتې شو. کله چې د خپلوانو کور ته ورسېدو، هغوی موږ ته په حیرانتیا وکتل. لا سم کیناستلي نه وو چې د کور مشر راته وویل: ـ دا نجلۍ څوک ده؟ ته خو ښځه نه لرې! ما په ارام غږ ځواب ورکړ: ـ اندېښنه مه کوئ، دا د یوه ملګري خور ده. هغه له ستونزې سره مخ شوی او سبا به راورسیږي. تر هغه وخته یوازې یوه شپه دلته پاتې کېږي. دوی که څه هم لا هم شکمن وو، خو زموږ خبره یې ومنله او نور یې پوښتنې ونه کړې. زموږ يې ښه خدمت وکړ.په ځان پورې په ښيمان کړو. شپه په احتیاط او اندېښنه تېره شوه. هر کوچنی غږ به مو زړه درزاوه، ځکه نه پوهېدو چې زموږ دښمنان تر کومه ځایه زموږ په لټه کې دي. سهار مې له يو ګوښه ځای د مرکز سره د سټلایټ له طريقه اړيکه ونيوه تر څو د کله ګوش عبدالله را وغواړي. ترڅو د ټولنی سره ځان برابر کړو. هغه تر ماښام لږ مخکې پچیراګام ته راورسيد. دلته د نورو سیمو په څېر، یو ځوان نه شي کولای له یوې پردۍ پېغلې سره ازاد وګرځي. که خلک یې وویني، زر به خبرې جوړې شي او زموږ پټ راز به هم له خطر سره مخ شي. هغه زموږ خبرې په ډېر دقت واورېدې. د هغه په څېره کې د فکر نښې ښکاره شوې. لږه شېبه چوپ پاتې شو، بیا یې وویل: ـ که غواړئ له شک پرته خپل کار ته دوام ورکړئ، نو باید داسې یوه لاره پیدا کړو چې هېڅوک پرې شک ونه کړي. ما ويل هو ته او کيوی خور او ورور شوئ ته عبدالله او کيوی زهرا شوه. ترڅو دلته د خلکو منځ کې وخت تير کړو... نور بيا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)