عبدالله لږ موسکی شو او ویې ویل: ـ دا تر ټولو مناسب حل دی. له نن څخه به زه د کیوي مشر ورور یم او د هغې نوم به "زهرا" وي. که څوک پوښتنه وکړي، وایو چې له کلهګوش څخه د يوې سروې لپاره راغلي یو. کیوي زموږ خبرو ته غوږ نیولی و. که څه هم ټول واک هغې سره و. خو ځينې مهمهی پرېکړی ما او عبدالله وکړې. موږ ورو ورو ورته هر څه تشریح کړل. هغې په موسکا سر وخوځاوه او ویې ویل: ـ که دا ستاسو د دود او زموږ د مأموریت لپاره غوره وي، زه یې منم. له همدغې ورځې مو نوی ژوند پیل کړ. لږ نور هم شنه دره کې بره لاړو د دوسرکې بازار تير شو د پچيراګام ولسوالۍ مقام ته نږدې مو د بامخيلو قريه کې يو کور پيدا کړ. په همدې کور کې مو استوګنه غوره کړه. دا کور په امنيتي ساحه کې اباد شوی خام کور وو.دوه اوطاقه او دوه تشنابه يوه آشپزخانه درلوده دلته امنيتي ستونزې نه پيدا کيدې...عبدالله به د کلي په بازار او جومات کې له خلکو سره عادي راشه درشه کوله، او زهرا به د کور کلي له ښځو سره ناسته ولاړه کوله، ترڅو د هیچا شک راونه پارېږي. ما هم خپل تګ راتګ محدود کړی و. هر ځل چې له کوره وتلم، هڅه مې کوله له بېلابېلو لارو تګ راتګ وکړم، ځکه لا هم باور نه و چې د بازار هغه وسلهوال سړی زموږ له لټون څخه لاس اخیستی وي. درې ورځې په همدې ډول تېرې شوې. د کلي خلکو ورو ورو موږ ته د عادي مېلمنو په سترګه کتل او شکونه یې کمېدل. خو د درېیمې ورځې ماښام، عبدالله په بیړه کور ته راغی. د هغه په څېره کې اندېښنه له ورایه ښکارېده. هغه ورو غږ وکړ: ـ نن مې په بازار کې دوه ناپېژانده کسان ولیدل. دوی د خلکو نه ستا او کيوی په اړه پوښتنې کولې. ځانونه یې سوداګر معرفي کول، خو زه ډاډه یم چې عادي کسان نه وو. دا خبره مې واورېده، سمدستي مې د کور ټولې دروازې او کړکۍ وکتلې. بیا مې عبدالله ته وویل: ـ که زموږ شک سم وي، نو دښمن تر موږ ډېر نږدې رارسېدلی دی. له نن وروسته به هر ګام په ډېر احتیاط اخلو، ځکه یوه کوچنۍ تېروتنه زموږ ټول مأموریت له خطر سره مخ کولای شي. عبدالله سر وخوځاوه او ویې ویل: ـ زه به نن شپه د کلي له څو باوري کسانو هم په پټه معلومات راټول کړم. باید پوه شو چې دا کسان څوک دي او ولې دلته راغلي دي. ما ساعت ته وکتل. لمر لوېدلی و او د پچیراګام پر غرونو تیاره ورو ورو خپرېدله. هماغه شپه مو احساس کاوه چې یوه نوې او لا خطرناکه مرحله پیل شوې ده..
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)