د شپې ناوخته، کله چې د بامخیلو د کلي پر کورونو چوپتیا خپره شوې وه او یوازې د باد نرم غږ له غرونو رااورېدل کېده، زهرا (کیوي) له خپل بيک څخه یوه تاو شوې نقشه راوایسته. هغې نقشه د خونې پر فرش هواره کړه او په ځیر سره یې د پچیراګام ولسوالۍ سیمې ته وکتل. هغې راته وویل: ـ غواړم د دې ولسوالۍ د ټولو تګ راتګ لارو په اړه دقیق معلومات ولرم. که ناڅاپه حالت بدل شي، باید پوه شو چې کومه لار خوندي او کومه خطرناکه ده. او وګورو چې څوک څوک ددې لارو استفاده کوي. زه د نقشې ترڅنګ کېناستم او په ګوته مې د شمال لور ته اشاره وکړه. ـ دلته د چپرهار ولسوالۍ پوله ده. له همدې خوا یو عمومي سړک تېر شوی چې پچیراګام او چپرهار دواړه له جلالاباد ښار سره نښلوي. خلک، سوداګر او موټرونه ډېری وخت له همدې لارې تګ راتګ کوي. هغې وویل: او موږ هم په همدې لاره راغلو! ژر يې یادښت واخیست او بیا یې وپوښتل: ـ لویدیځ لور څنګه ده؟ ما وویل: ـ لویدیځ ته خوګیاڼو ولسوالۍ پرته ده. له هغې خوا درې واړه کوچني سړکونه راځي او ترڅنګ یې څو پیاده لارې هم شته چې د کلیو خلک یې د لنډو سفرونو لپاره کاروي. کیوي بیا د نقشې ختیځ لور ته اشاره وکړه. ـ او دا سیمه؟ ما ځواب ورکړ: ـ ختیځ ته هسکه مېنه ولسوالۍ ده. د پچیر او هارون بابا د غره له کنډو څخه یو کلیوالي سړک تېرېږي چې دواړه ولسوالۍ سره نښلوي. دا لار د غرنیو سیمو له منځه تېرېږي او تګ راتګ پکې اسانه نه دی. هغې لږ فکر وکړ، بیا یې ګوته د نقشې جنوبي برخې ته کېښوده. ما بې له ځنډه وویل: ـ همدا تر ټولو مهم او تر ټولو پېچلی لوری دی. دلته د ډیورنډ فرضي کرښه پرته ده. د غرونو ترمنځ څو سختې پیاده لارې شته چې یوازې سیمهییز خلک ورسره ښه بلد دي. تګ پکې ستونزمن دی، خو همدا لارې کله ناکله د پټ تګ راتګ لپاره هم کارول کېږي. په همدې لاره د پاکستان څخه قاچاقبران،وسلوال او د سيمې استخباراتي کسان تګ راتګ کوي. کیوي په ځیر سره ټول معلومات ثبت کړل، خو د هغې د سترګو له اندازې معلومېده چې ذهن یې یوازې پر نقشه نه، بلکې د راتلونکو احتمالي ګواښونو پر ارزونه هم بوخت و. په همدې وخت کې عبدالله خونې ته راننوت. د هغه په لاس کې د کلي له بازاره راوړل شوې وچه ډوډۍ او لږ خوراکي توکي وو. هغه وویل: ـ نن بازار ارام و، خو ما بیا هماغه دوه ناپېژانده کسان ونه لیدل. یا خو تللي دي... او یا هم له لرې موږ څاري. د هغه دې خبرې د خونې چوپتیا لا درنه کړه. موږ درې واړو یو بل ته وکتل. هېچا څه ونه ویل، خو ټولو احساس کاوه چې د دې نقشې هره کرښه ښايي ډېر ژر د ژوند او مرګ ترمنځ د پرېکړې لار شي... نور بیا په 46برخه کې...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)