سهار وختي، زه او عبدالله له کوره ووتلو. زهرا په کور کې پاتې شوه، ځکه زموږ د پوښښ له مخې باید هغه د کورنۍ د یوې عادي نجلۍ په توګه په کلي کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړی وای. موږ د پچیراګام ولسوالۍ مقام ته لاړو، څو د سړکونو د سروې په اړه خپل معلومات له سیمهییزو مسؤلینو سره شریک کړو. د ولسوالۍ ودانۍ ته له رسېدو وروسته، له ولسوال، امنیه قوماندان، د ملي امنیت له مدیر او د انکشافي شورا له رئیس سره مو ګډه لیدنه وکړه. ما خپل اسناد وړاندې کړل او په ډاډه غږ مې وویل: ـ موږ د یوې بهرنۍ مؤسسې د سروې ټیم یو. موخه مو دا ده چې د ولسوالۍ د مهمو سړکونو، پلچکونو او تګ راتګ لارو په اړه معلومات راټول کړو، څو راتلونکې پرمختیايي پروژې په سمه توګه طرحه شي. د ولسوالۍ مسؤلینو زموږ خبرې په دقت واورېدې. هغوی د سیمې د وضعیت په اړه لنډ معلومات هم راکړل او ډاډ یې څرګند کړ چې د سروې ټیم د کار پر مهال به ورسره همکاري کوي. همدارنګه یې زموږ د تګ راتګ لپاره د اړتیا وړ امنیتي تضمین هم راکړ. له غونډې وروسته، د ملي امنیت مدیر له موږ سره جلا څو دقیقې خبرې وکړې. هغه له ظاهره یو هوښیار او بااحتیاطه کس ښکارېده. د خبرو پر مهال مو د باور فضا رامنځته شوه او د راتلونکو معلوماتو د تبادلې لپاره مو د اړیکو یوه خوندي لاره وټاکله. نوموړي مدير له موږ سره د هر رنګ همکارۍ وعده وکړه. په راتلونکو ورځو کې دې کس له موږ سره ډيره زياته همکاري وکړه کسان،وسلی،معلومات او وسايط يې زموږ په واک کې راکړل. له ولسوالۍ څخه د وتلو پر مهال عبدالله راته وویل: ـ لومړی ګام مو بریالی و. که همدا اړیکې په سمه توګه وساتو، د سیمې له ډېرو حالاتو به پر وخت خبر شو. ما د ولسوالۍ ودانۍ ته وروستی نظر واچاوه او ومې ویل: ـ اصلي بریا هغه وخت ده چې زموږ اصلي هویت پټ پاتې شي. تر هغه وخته باید هره خبره، هر حرکت او هره پرېکړه په احتیاط ترسره کړو. موږ بېرته د بامخیلو کلي پر لور روان شو، خو دواړو پوهېدو چې له نن وروسته به زموږ مأموریت یوازې د سړکونو سروې نه وي، بلکې د سیمې د پټو رازونو موندل به هم زموږ دنده وي...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)