ماسپښین مهال، زه او کیوي د کور د انګړ په یوه ارامه کونج کې ناست وو. د غرونو له لوري یخه هوا چلېده او د کلي چاپېریال په خپل عادي حالت کې و. کیوي په فکر کې ډوبه وه. لږه شېبه وروسته یې راته وکتل او ویې ویل: ـ د پچیراګام ولسوالۍ د تاریخ په اړه معلومات لرې؟ ما موسکا وکړه او ومې ویل: ـ هو، تر یوه بریده.ومی ويل: پچیراګام د ننګرهار د نورو سیمو په څېر تاریخي اهمیت لري. د دې خاورې خلکو د بېلابېلو پړاوونو پر مهال د خپل وطن د دفاع لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د انګرېزانو او وروسته د شوروي ځواکونو پر وړاندې د سیمې خلکو کلک مقاومت کړی او د همدې امله د پچیراګام نوم د افغانستان په معاصر تاریخ کې په درناوي یادېږي. کیوي په دقت زما خبرې اورېدې. ما دوام ورکړ: ـ د دې ولسوالۍ خلک د مېړانې او زړورتیا له امله مشهور دي. همدارنګه د توری بوړې تاریخي سیمه هم د همدې ولسوالۍ اړوند ده. دا غرنیز ځای د خپل طبیعي جوړښت په لسګونو ژورو سمڅو او تاریخي پېښو له امله ځانګړی شهرت لري. کیوي وپوښتل: ـ د شوروي جګړې پر مهال هم دلته سختې نښتې شوې وې؟ ما سر وخوځاوه. ـ هو، د شوروي یرغل پر مهال په دې غرنیو سیمو کې سخت مقاومت وشو. جګړې اوږدې وې او دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. په هغه وخت کې د توری بوړې او شاوخوا غرونو پر سیمو پرلهپسې هوايي بریدونه هم ترسره کېدل، ځکه دا سیمه د جګړې له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده. کیوي د غرونو پر لور وکتل او په ارام غږ یې وویل: زه به هم لږ معلومات د وروستيو کلونو درسره شریک کړم! په 2001 کال کې کله چې د القاعدې شبکې په نيويارک او واشنګټن کې د امریکا د متحده ايالاتو په نظامي او تجارتي مرکزونو د الوتکو په وسیله بریدونه وکړل. امريکايان ددې شبکې د منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلل ترڅو دا شبکه او مشران يې اسامه ابن لادین او ايمن الظواهري له منځه يوسي. هغه وخت زموږ مشرانو فکر کولو چې دوي په توره بوړه کې پټ دي. کله چې دطالبانو حکومت سقوط شو اسامه ابن لادین او په لسګونو نور عرب او چيچنيايي جنګيالي دې سيمې ته راټول شول. چې د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو له خوا پرې هوايي او ځمکني عمليات ترسره شول. په دې عملياتو کې د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک ستراتيژيکو الوتکو B52 ،F16،F15 او ډرون الوتکو تر څلورنيم زره بمونو زيات استعمال کړل پدې عملياتو کې د امریکا متحده ایالاتو سره افغان جنګسالارانو هم همکاري وکړه. نږدې يوه مياشت کې د القاعدې شبکې په لسګونو جنګيالي ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان او ژوندي ونيول شوه. خو اسامه ابن لادین روغ رمټ ددې سيمې وتښتدو. نو دې وخت کې ما وويل: نور بيا
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)