د شپې تر ناوخته پورې زه، کیوي او عبدالله د سبا د پلان په اړه په خبرو بوخت وو. د پچیراګام د سیمې نقشه مو پر مېز هواره کړې وه او د تګ راتګ لارې مو یو ځل بیا وکتلې. زموږ د پوښښ له مخې به د یوې بهرنۍ مؤسسې د سروې ټیم په توګه د خلکو ترمنځ ګرځېدو. له پلان تر بشپړېدو وروسته مو د ولسوالۍ د ملي امنیت له مدیر سره اړیکه ونیوله او د سبا د تګ په اړه مو هغه هم خبر کړ. هغه د امنیتي همغږۍ لپاره زموږ غوښتنه ومنله او ویې ویل چې د احتیاط له مخې به له موږ سره څلور وسلهوال ساتونکي او یو جیپ موټر واستوي، څو که د لارې په اوږدو کې کومه ستونزه رامنځته شي، ژر یې مخه ونیول شي. سبا سهار وختي موږ یوه سراچه موټر هم ځانګړی کړ، ځکه د خلکو ترمنځ د عادي ملکي کسانو په بڼه تګ زموږ د پوښښ یوه مهمه برخه وه. جیپ به له لږ واټن څخه زموږ امنیت څاره. د لمر له راختو لږ وروسته د لاندې پچیر د بازار سیمې ته ورسېدو. بازار د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و. دوکانداران په خپلو کارونو بوخت وو او د کلیو خلک د اړتیا وړ توکو د اخیستو لپاره راغلي وو. موږ د سړکونو د ارزښت، د تګ راتګ د اسانتیاوو او د سیمې د پرمختګ په اړه له خلکو سره خبرې پیل کړې. ډېرو خلکو خپلې ستونزې بیانولې او هیله یې لرله چې یوه ورځ به د دوی سیمه هم د مناسب سړک خاوند شي. د همدې لیدنو پر مهال مو د سیمې له یوه بانفوذه ملک سره هم نږدې اړیکه ټینګه کړه. هغه زموږ خبرو ته په دقت غوږ نیوه او ژمنه یې وکړه چې د نورو مشرانو د راټولولو او له خلکو سره د اړیکو په جوړولو کې به له موږ سره همکاري وکړي. په بله ورځ سهار د پاس پچیر پر لور وخوځېدو. د لارې په اوږدو کې مو له څو سیمهییزو مشرانو او سپینږیرو سره ولیدل. هغوی د سیمې د اړتیاوو، د لارو د خراب حالت او د خلکو د ستونزو په اړه معلومات راکړل. زموږ هدف دا و چې د سیمې له اوسېدونکو سره باور جوړ کړو او د راتلونکو لیدنو لپاره د اړیکو یوه ښه فضا رامنځته شي. په همدې سفر کې مو د سیمې له هغو کچرو خاوندانو سره هم اړیکې جوړې کړې چې هره ورځ د لرګیو د راټولولو لپاره د غرونو لوړو ژورو سیمو ته تلل. دوی د سیمې له لارو، درو او پټو تګلارو سره ښه بلد وو او د غرونو په هره برخه کې یې تګ راتګ کاوه. موږ په پټه له هغوی سره د سیمې د امنیت او د مشکوکو خوځښتونو د څارنې په اړه خبرې وکړې. ځینو یې د همکارۍ ژمنه وکړه.کړه وشوه چې که د غرونو په لارو کې کوم ناپېژندل شوي او شکمن کسان وویني، یا داسې تګ راتګ مشاهده کړي چې غیرعادي ښکاري، نو ژر به یې موږ ته يو کس چې مشر مو ورته وټاکه خبر راکوي. د دې شبکې په جوړېدو سره زموږ د معلوماتو د ترلاسه کولو وړتیا نوره هم پراخه شوه. اوس به د سیمې له بېلابېلو درو او غرنیو لارو څخه رارسېدونکي راپورونه زموږ تر غوږونو رسېدل او موږ به د هر نوي معلوماتو له ارزولو وروسته خپل راتلونکي ګامونه ټاکل. نور بیا..
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)