oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 50 برخه

244 لیدنې 11 رایې
3.0 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Jul 2026

د کچرو له خاوندانو سره د لیدنو څو ورځې تېرې شوې وې. په دې موده کې موږ د پچير څه نور کلي هم وليدل. هر څه په ظاهره عادي روان وو، خو موږ پوهېدو چې د باور جوړول وخت او حوصله غواړي. سهار وختي زه، کیوي او عبدالله یو ځل بیا د خپل استوګنځي په انګړ کې سره راټول شوو. عبدالله د سیمې پر نقشه د هغو کلیو نښې وښودې چې لا مو لیدلي نه وو. هماغه مهال هغه کس چې د کچرو د خاوندانو له ډلې مو د اړیکو مشر ټاکلی و، په پټه زموږ لیدو ته راغی. هغه په ټیټ غږ وویل: "پرون مازدیګر مې د غره په یوه پټه لاره څو ناپېژندل شوي کسان ولیدل. هغوی د سیمې اوسېدونکي نه ښکارېدل. له خلکو سره یې خبرې ونه کړې او ژر د غره بلې غاړې ته ولاړل." ما له هغه د ځای، وخت او د تګ د لوري په اړه پوښتنې وکړې. هغه ټول معلومات په دقت راکړل، خو دا هم یې زیاته کړه چې د هغوی د هویت په اړه هېڅ ډاډمنه خبره نه شي کولی. موږ پرېکړه وکړه چې تر هر اقدام مخکې به معلومات له نورو سرچینو سره هم پرتله کړو. کیوي وویل: "یو راپور د پرېکړې لپاره بسنه نه کوي. باید ډاډ ترلاسه کړو چې دا یوازې عادي مسافر نه وي." عبدالله هم ورسره موافق شو او ویې ویل: "که د نورو کلیو له لارو هم ورته خبرونه راغلل، نو بیا به روښانه شي چې موضوع د پام وړ ده." له همدې امله مو د ملي امنيت مدير سره تماس وکړ، او د سیمې له څو نورو باوري کسانو سره هم اړیکه ونیوله او غوښتنه مو ترې وکړه چې که ورته غیرعادي تګ راتګ وویني، یوازې د ځای او وخت په اړه دې خبر راکړي، بې له دې چې ځان په کوم خطر کې واچوي. د همدې ورځې تر ماښامه دوه نور جلا راپورونه هم راورسېدل. که څه هم راپورونه بشپړ یو شان نه وو، خو ټول یې د یوې غرنۍ سیمې پر لور د نامعلومو کسانو د تګ یادونه کوله. ما او کیوي ټول معلومات په نقشه کې ثبت کړل. کله چې مو د راپورونو ځایونه سره ونښلول، یوه محدوده سیمه رامنځته شوه چې زموږ پام یې ځان ته واړاوه. توره بوړه! کیوي په ارام غږ وویل: "اوس باید له بیړې پرته هر ګام په احتیاط واخلو. تر هغې چې معلومات بشپړ نه وي، هېڅ پایله نه شو اخیستلای." موږ هم پرېکړه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د خپل پوښښ دندې ته همداسې دوام ورکوو، له خلکو سره به اړیکې لا پیاوړې کوو او هر نوی راپور به له څو سرچینو وروسته ارزوو، ترڅو د سیمې د وضعیت په اړه روښانه انځور ترلاسه شي. نور بیا....

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (11)

11 ټولې رایې

5★
1
4★
1
3★
6
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan