د تېرې غونډې څو ورځې وروسته، د بېلابېلو سرچینو له لارې نوي معلومات پرلهپسې را رسېدل. په ډېری راپورونو کې یوه ګډه خبره تکرارېده: ځینې ناپېژندل شوي کسان، د څو سیمهییزو لارښودانو په ملتیا، د پچیر تنګي له لارې د اګام تنګي پر لور تګ راتګ کوي. د دغو راپورونو ترمنځ ځینې توپیرونه هم موجود وو، خو د تګ لوري او وختونو ورته والی زموږ پام ځان ته واړاوه. ما، کیوي او عبدالله پرېکړه وکړه چې د خپل پوښښ له مخې یو ځل بیا د سړکونو د سروې په نوم ګرخیلو ته سفر وکړو. د سیمې خلک له موږ سره اشنا شوي وو، نو دا ځل مو اړیکې تر پخوا ډېرې اسانه شوې. موږ د کلي له مشرانو، ځوانانو او هغو کسانو سره ولیدل چې هره ورځ د لرګیو راټولولو لپاره غرونو ته تلل. د عادي خبرو، پوښتنو او خپل پوښښ د ساتلو تر څنګ مو د سیمې د لارو او تګ راتګ په اړه هم معلومات راټولول. وروسته مو له څو باوري کسانو سره جلا خبرې وکړې. موږ ورته وویل چې که د سیمې په لارو کې کوم غیرعادي تګ راتګ وویني، یوازې د ځای، وخت او لوري په اړه دې خبر راکړي او هېڅکله دې ځان په خطر کې نه اچوي. د همکارۍ د اسانتیا لپاره مو د هغوی د وخت او زحمت بدل هم ورکاوه. همدا کار د دې سبب شو چې له وخت سره زموږ او د خلکو ترمنځ باور لا زیات شي او هغوی له موږ سره په منظمه توګه خپل لیدلي معلومات شریکول پیل کړل. کیوي د ماښام پر مهال راته وویل: "کله چې خلک باور وکړي، معلومات هم دقیق او منظم را رسېږي. خو بیا هم باید هر راپور له څو بېلابېلو سرچینو سره پرتله کړو." عبدالله هم د نقشې مخې ته ودرېد او هغه ځایونه یې په نښه کړل چې له بېلابېلو کسانو څخه یې ورته راپورونه ترلاسه کړي وو. هغه وویل: "داسې ښکاري چې د دغو لارو تر شا یو منظم تګ راتګ روان وي، خو تر اوسه لا دومره شواهد نه لرو چې وروستۍ پایله ترې واخلو. ماخستن کيوی د سونيا او ميشل سره د سيټلايټ تيليفون په وسيله اړيکه ټينګه کړه، ترڅو د يوې خيريه مؤسسې په ډول ځينې د ژوند لومړني د ضرورت مواد پچيراګام ولسوالۍ ته راوړي. په دې موادو کې خوراکي مواد،د کور سامان او لباسونه ول. د ميشل او سونيا دغه محموله درې ورځې وروسته د بر اګام سيمو ته را ورسيدل. چې په اړمنو خلکو او همکاري کوونکو کسانو باندې وويشل شول. نور بیا...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
219 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)