د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله ته د مرکز له خوا را استول شوي مهم معلومات او وسایل وسپارل. کله چې موږ ټول په ارامه فضا کې سره راټول شوو، میشل یوه مهر شوې دوسیه زما مخې ته کېښوده او ویې ویل: "دا ټول معلومات د مرکز له وروستیو څېړنو څخه دي. په دقت یې ولولئ، ښايي ستاسو د ماموریت په راتلونکو پړاوونو کې مهم رول ولوبوي. سونیا هم یوه کوچنۍ فلزي بکس راواخیست او ویې ویل: "په دې کې ځینې اړین وسایل شته؛ څو اضافي برېښنايي وسایل او هغه حافظې چې د وروستیو الوتنو ویډیوګانې پکې ثبت شوې دي." تر هغه وروسته مو د ډرونونو ثبت شوې ویډیوګانې وکتلې. په ځینو برخو کې د غرنیو لارو، درو او تګ راتګ نښې تر سترګو کېدې. که څه هم ویډیوګانو هر څه په بشپړ ډول نه ښودل، خو زموږ د مخکېنیو راپورونو له ځینو برخو سره یې ورته والی درلود. وروسته میشل یوه بله دوسیه راوسپړله ويې وویل: "د مرکز د معلوماتو له مخې، د آی اېس آی یو تجربهکار جاسوس له څه مودې راهیسې په همدې سیمه کې د پټې شبکې د همغږۍ لپاره فعالیت کوي. د هغه د هویت او اړیکو په اړه ځینې لومړني معلومات راټول شوي، خو لا هم بشپړې څېړنې ته اړتیا شته. هغه کس د حاجی برکت کسانو ته معلومات او لارښوونې ورکوي، او په عينې وخت کې په افغان دولت کې خپلو اجنټانو ته لارښونې کوي. ددې ترڅنګ نورو ډلو سره هم اړيکې ساتي خطا دامريکا او ناټو د ځينو هېوادونو د استخباراتو سره مالومات شريکوي... کیوي دوسیه په غور ولوسته او ویې ويل: نور بیا...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)