د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخهکیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وویل: ـ زموږ کار نور هم سخت شو. تر اوسه خو یوازې حاجي برکت زموږ په وړاندې و، خو اوس دا د آی ايس آی جاسوس هم پرې سربېره شو. تر ټولو خطرناکه خبره دا ده چې د افغان حکومت په دننه کې هم خپل کسان لري. هغې دوسیه ورو وتړله او زیاته یې کړه: ـ اوس نو په هېچا باور نه شو کولای. ما د هغې خبرو ته لږه شېبه فکر وکړ، بیا مې وویل: ـ باید انتظار وباسو. تر هغه چې د آی اېس آی د جاسوس په اړه نور معلومات را ورسېږي، موږ نه شو کولای چې د هغه په اړه پرېکړه وکړو. باید پوه شو چې هغه څوک دی، له چا سره اړیکې لري او په سیمه کې یې اصلي هدف څه دی. کیوي په غور راته وکتل. ما ادامه ورکړه: ـ تر هغې به موږ د حاجي برکت پل څارو. د هغه د تګ راتګ، اړیکو او د خلکو د حرکتونو څارنه به دوام ولري. عبدالله چې تر دې دمه چوپ ناست و، وویل: ـ د ډرون الوتکو ویډیوګانې هم ډېرې مهمې دي. ښايي د خلکو د تګ راتګ لارې راته روښانه کړي. موږ یو ځل بیا د ډرون الوتکو ثبت شوې ویډیوګانې پرانیستې. د غرونو، درو او تنګو لارو صحنې یو په بل پسې مخې ته راتلې. په یوه ویډیو کې مو ولیدل چې ځینې کسان د پاړهچنار له لوري د ډیورنډ کرښې ته نږدې کېدل. د هغوی حرکتونه عادي نه ښکارېدل. ځینې کسان له یوې لارې بلې ته تلل او وروسته به په غرنیو لارو کې ورک شول. ما ویډیو ودروله او ومې ویل: ـ دلته وګورئ. کیوي پردې ته نږدې شوه. ما ادامه ورکړه: ـ ځینې کسان له دې مسیر څخه د پچیر تنګي پر لوري حرکت کوي، خو ځینې نور بیا د اګام تنګي ته داخلېږي. عبدالله د نقشې پر سر د سیمې لوري وکتل او ویې ویل: ـ یعنې د خلکو د تګ راتګ لپاره دوه بېلابېلې لارې کارول کېږي. کیوي په جدي انداز وویل: ـ که دا حرکتونه د حاجي برکت له شبکې سره تړاو ولري، نو دا لارې د هغوی لپاره ډېرې مهمې دي. ما وویل: ـ موږ باید معلومه کړو چې دا کسان څوک دي، له کوم ځایه راځي او د پچیر او اګام تنګیو ته له داخلېدو وروسته چیرته ځي. کیوي د نقشې پر سر د دوو لارو ترمنځ واټن وکوت. ـ دا کار اسانه نه دی. سیمه غرنیزه ده، لارې ډېرې دي او که زموږ د څارنې خبر هغوی ته ورسېد، ټولې لارې به بدلې کړي. ما وویل: ـ نو باید د هغوی حرکتونه له لرې وڅارو، بېړه ونه کړو او هېڅ داسې اقدام ونه کړو چې زموږ د څارنې راز ښکاره شي. کیوي سر وخوځاوه. ـ تر ټولو مهمه دا ده چې د حاجي برکت پل پیدا کړو. که هغه کس ومومو چې د دې خلکو د تګ راتګ لارښوونه کوي، ښايي د ټولې شبکې یوه مهمه برخه راته روښانه شي. ما د آی اېس آی د جاسوس دوسیې ته وکتل. ـ او کله چې د هغه په اړه نور معلومات را ورسېدل، بیا به پوه شو چې دا ټولې لارې او اړیکې له هغه سره څومره تړاو لري. کیوي وویل: ـ تر هغې باید ډېر احتیاط وکړو. ځکه اوس موږ یوازې د یوه قاچاقبر په لټه کې نه یو؛ د یوې پراخې پټې شبکې نښې زموږ مخې ته راڅرګندېږي. بهر شپه لا نوره تیاره شوې وه. موږ د نقشې پر سر د پچیر تنګي او اګام تنګي لارې په دقت سره کتلې. موږ پوهېدو چې له دې وروسته به هره نښه، هر حرکت او هره کوچنۍ تېروتنه د راتلونکي ماموریت برخلیک بدلولی شي. نور بیا...
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
179 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
256 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
353 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)