د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 54 برخهیوه اونۍ تېره شوه. په دې موده کې زموږ د جاسوسۍ شبکې له بېلابېلو ځایونو څخه پرلهپسې راپورونه راتلل. زموږ په شبکه کې د کچرو خاوندان، ځنګل وهونکي، ملکان، د ملي امنیت مدیر او د هغه اړوند کسان شامل وو. هر یو له خپلې سیمې څخه د خلکو د تګ راتګ، مشکوکو حرکتونو او نویو څېرو په اړه معلومات راټولول. یوه شپه زه، کیوي او عبدالله په یوه خوندي ځای کې ناست وو. د میز پر سر د راپورونو پاڼې، نقشه او د سیمې د څارنې معلومات خپاره وو. کیوي د لومړي راپور پاڼه راواخیسته او ویې ویل: ـ دا راپور د پچیر تنګي له سیمې څخه راغلی دی. ما ورته وکتل. کیوي ادامه ورکړه: ـ هغه کسان چې د ډیورنډ کرښې له لوري را اوړي او د پچیر تنګي ته داخلېږي، په غرنیو لارو کې ډېر وخت نه پاتې کېږي. دوی د همدې لارې ځانونه تر موټرو رسوي او له هغه ځایه د چپرهار ولسوالۍ پر لوري حرکت کوي. عبدالله د نقشې پر سر د پچیر تنګي څخه د چپرهار لوري ته اشاره وکړه. ـ یعنې هغوی له غرونو څخه راکوزېږي، بیا د موټرو له لارې له سیمې وځي؟ ما سر وخوځاوه. ـ داسې ښکاري. خو باید معلومه کړو چې موټرونه څوک برابروي او د دغو کسانو د انتقال لپاره څوک له مخکې خبر وي. کیوي دوهم راپور راواخیست. ـ د اګام تنګي وضعیت هم نږدې ورته دی. له دې لارې هم ځینې کسان را اوړي، له غرنیو لارو څخه ځانونه د موټرو تر تم ځای ګريخيلو اډې ته رسوي او بیا د سیمې له لارې نورو ځایونو ته انتقالېږي. عبدالله لږ فکر وکړ او ویې ویل: ـ نو دواړه تنګي یوازې د تګ راتګ لارې نه دي. اصلي شبکه ښايي له هغو کسانو سره تړاو ولري چې د موټرو او انتقال چارې تنظیموي. ما د نقشې پر سر د دواړو لارو ترمنځ واټن وکوت. چی د دوسرکې بازار کې دواړه لارې يو ځای کيږي. ـ که دا معلومات سم وي، نو موږ د یوې منظمې لارې له شبکې سره مخ یو. خلک له یوې خوا را اوړي، په غرونو کې حرکت کوي، بیا له مخکې ټاکل شویو ځایونو څخه موټرو ته خېژي او له سیمې وځي. کیوي په جدي غږ وویل: ـ او دا کار په تصادفي ډول نه شي کېدای. د خونې فضا ناڅاپه جدي شوه. عبدالله وویل: ـ یعنې څوک د هغوی د راتګ وخت، مسیر او د انتقال ځایونه تنظیموي. ما وویل: ـ همدا هغه برخه ده چې باید پیدا یې کړو. کیوي د راپورونو پاڼې سره راټولې کړې او بیا یې د مرکزي څانګې له لوري رالېږل شوې دوسیه راواخیسته. ـ خو تر ټولو مهم معلومات له مرکزيڅانګې څخه راغلي دي. ما او عبدالله دواړو ورته وکتل. کیوي دوسیه پرانیسته. ـ د آی اېس آی د جاسوس په اړه نوي معلومات ترلاسه شوي دي. زه لږ وړاندې ورغلم. کیوي څو شېبې چوپه پاتې شوه، بیا یې وویل: ـ په دې راپور کې لیکل شوي چې هغه د تور مثلث په مرکز کې موقعیت لري. عبدالله حیران شو. ـ تور مثلث؟ کیوي سر وخوځاوه. ـ هو. دا کيدای شي چې جغرافیایي سیمه وي چې درې مهمې نقطې سره نښلوي. د دې مثلث هره زاویه د شبکې لپاره ځانګړی اهمیت لري. ما وپوښتل: ـ او هغه جاسوس په مرکز کې څه کوي؟ کیوي د دوسیې پاڼه ولوستله. ـ د معلوماتو له مخې، هغه د مثلث په مرکز کې د شبکې د اړیکو د تنظیم مهمه برخه ده. په هره زاویه کې یې خپل کسان او د اړیکو لارې لري. عبدالله په حیرانتیا وویل: ـ یعنې که په یوه زاویه کې ستونزه پیدا شي، هغه له مرکز څخه د بلې زاویې له لارې شبکه فعالولای شي؟ کیوي وویل: ـ همداسې ښکاري. ما د نقشې پر سر د تور مثلث درې نقطې وکتلې. او ومې ويل پچير تنګي،اګام تنګي او دريم د وزيرو تنګی دی. ـ نو ځکه تر اوسه زموږ د څارنې باوجود د دوی فعالیتونه نه دي درېدلي. که موږ یوه لاره وڅارو، دوی له بلې لارې حرکت کوي. کیوي وویل: ـ او که موږ یوازې د حاجي برکت په لټه کې شو، ښايي د دې لویې شبکې اصلي مرکز له پامه وغورځوو. ما د راپور پاڼه واخیسته او په غور مې ولوستله. ـ دلته یو بل مهم ټکی هم شته. عبدالله راته وکتل. ما ادامه ورکړه: ـ د راپور له مخې، د دې جاسوس اړیکې یوازې له قاچاقبرانو سره نه دي. هغه د سیمې له ځینو نفوذي کسانو سره هم اړیکې لري. او خپله د وزيرو او پچير تنګيو ترمنځ د اګام په تنګي کې اوسي کیوي په جدي غږ وویل: ـ همدا هغه څه دي چې موږ یې له پیله شکمن کړي وو. ما وویل: ـ او که د افغان حکومت په دننه کې هم کسان ولري، نو د هغه نیول یا افشا کول به ډېر خطرناک وي. عبدالله لږ وروسته وویل: ـ که هغه د تور مثلث په مرکز کې وي، نو باید د هغه د مرکز پیدا کولو پر ځای د هغه د اړیکو کړۍ پیدا کړو. کیوي ورته وکتل. ـ دا خبره سمه ده. ځکه د یوه کس په لټه کې کېدای شي موږ ځان ښکاره کړو، خو که د هغه د اړیکو لارې وڅارو، ښايي هغه خپله زموږ مخې ته راشي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)