د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 58 برخهکیوي د راپورونو ټولې پاڼې مخې ته کېښودې. هغې څو شېبې په ژور فکر کې تېرې کړې، بیا یې د افغانستان نقشه پر میز وغوړوله. هغې د پچیر تنګي، جلالآباد او کابل ترمنځ پر لارو سری کرښې راکش کړې. کیوي په ډاډه غږ وویل: ـ موږ به هېڅ بېړه ونه کړو. دا عملیات به په څو پړاوونو کې ترسره شي، څو زموږ د شبکې هېڅ غړی افشا نه شي. هغې لومړۍ کرښه وښوده. ـ لومړی پړاو د پچیر تنګي څخه تر جلالآباد ښار پورې دی. عبدالله ورته وکتل. کیوي وویل: ـ عبدالله! دا دنده ستا ده. ته به د دوی هر حرکت په پټه تعقیبوې. نه به دومره نږدې اوسې چې شک پرې وشي او نه به دومره لرې چې له سترګو دې ووځي. په لاره کې به د خپل لباس ځينې برخې تغيروی. لکه څادر، خولۍ او واسکټ... عبدالله په ډاډه غږ وویل: ـ اندېښنه مه کوئ، تر جلالآباد پورې به یې یو قدم هم زما له نظره پټ نه وي. کیوي بیا خپله ګوته د نقشې پر بله برخه کېښوده. ـ کله چې هغوی جلالآباد ته ورسېږي، هلته به زموږ بل کس دنده پر غاړه واخلي. ما وپوښتل: ـ څوک؟ کیوي لږه موسکا وکړه. ـ یاسین. ما حیران ورته وکتل. ـ هماغه پخوانی ډرېور؟ ـ هو، هماغه. يو کال مخکنی ياسين چې له موږ سره يی کار کاوه. هغه د ښار کوڅې، لارې او د خلکو چلند ښه پېژني. هېڅوک به پرې شک ونه کړي. عبدالله وویل: ـ نو له جلالآباد څخه تر کابل پورې به یاسین دوی تعقیبوي؟ ـ بالکل. کیوي د نقشې وروستۍ برخه وښوده. ـ کله چې هغوی کابل ته ورسېږي او د داخله وزارت پر لور حرکت وکړي، هلته به زموږ د جاسوسۍ شبکې بله کړۍ فعالېږي. ما په حیرانتیا وپوښتل: ـ یعنې زموږ کسان د وزارت دننه هم شته؟ کیوي په ارامه غږ وویل: ـ هو. زموږ د شبکې ځینې تکړه او باوري غړي د وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوي. هغوی به د مشکوکو کسانو د ننوتلو، لیدنې او وتلو ټول معلومات راټول کړي. عبدالله ورو وویل: ـ نو عملیات به له یوه کس څخه بل ته سپارل کېږي، بې له دې چې د شبکې کومه کړۍ ښکاره شي. کیوي سر وخوځاوه. ـ همدا زموږ د بریا راز دی. هر څوک به یوازې خپله دنده ترسره کوي او د عملیاتو له بلې برخې به خبر نه وي. ما نقشې ته وکتل. دا یو ساده تعقیب نه و، بلکې د یوې پټې جګړې پیل و. که هر څه د پلان له مخې ترسره کېدل، نو د تور مثلث د شبکې یوه مهمه اړیکه به زموږ تر څارنې لاندې راتله. خو موږ لا نه پوهېدو چې د کابل په داخله وزارت کې به هغه پټ پیغام د چا لاس ته ورسېږي... او همدا به د عملیاتو تر ټولو خطرناکه مرحله وي. نور بیا... نظر پرې
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)