oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 59 برخه

475 لیدنې 16 رایې
3.6 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Aug 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 59 برخهد پټ پیغام وړونکي تر وزارت داخله پورې زموږ د شبکې تر جدي څارنې لاندې وو. خو هغوی هم عادي کسان نه وو. د دوی د حرکتونو له ډول، د لارو له بدلون او د خلکو په منځ کې د ورکېدو له طریقې ښکاره وه چې مسلکي روزنه یې لیدلې وه. کله به یې په یوه کوڅه کې لار بدله کړه، کله به یې موټر بدل کړ او کله به د ګڼې ګوڼې په منځ کې داسې ورک شول، لکه هېڅ چې نه وو. سره له دې، زموږ د شبکې هره کړۍ خپل کار په حوصله او دقت ترسره کاوه. هېچا غفلت نه کولو، ځکه یوی کوچنۍ تېروتنی هم کولی شو چی د ډيری مودی زحمت له منځه یوسي. درې ورځې همداسې تېرې شوې، خو کومه نوې نښه مو ترلاسه نه کړه. څلورمه ورځ، د وزارت داخله څخه زموږ یوجاسوس  مهم پیغام راولېږه. ـ «یو ناڅاپی رسمي هیئت د وزارت داخله له لوري پچیراګام ولسوالۍ ته روان دی.» کیوي سمدستي د راپورونو دوسیه پرانیسته. ـ د هیئت د غړو په اړه څه معلومات لرې؟ هغه ځواب ورکړ: ـ د معلوماتو له مخې، د هیئت مشر د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی. د  جنرال بسم‌الله خان له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي او خپله هم د جنرال رتبه لري. په کوټه کې چوپتیا خپره شوه. کیوي وویل: ـ عادي رسمي سفر نه ښکاري... د بلې ورځې له سهاره، زموږ سرچینو خبر راکړ چې یاد هیئت پچیراګام ته را رسېدلی دی. لومړی یې د ولسوالۍ له ځايي چارواکو سره رسمي لیدنه وکړه. څو ساعته وروسته، د توری بوړې د تاریخي سیمو د لیدنې په نوم له ولسوالۍ ووتل. عبدالله حیران شو. ـ د تاریخي ځایونو لیدنه؟ په داسې وخت کې؟ ما هم نقشې ته وکتل. د توری بوړې لاره له هغو سیمو لرې نه وه چې زموږ د شک وړ کسان پرې تګ راتګ درلود. کیوي په ژور فکر کې شوه. ـ کله چې د یو رسمي سفر مسیر له مشکوکو لارو سره یو ځای شي، باید هر احتمال په پام کې ونیسو. هغې ژر خپل نوي هدایتونه صادر کړل. ـ عبدالله! ته او ستا ډله به د سیمې له لرې څارنه کوئ. هېڅ مستقیم تماس نه غواړم. ـ دداخله وزارت جاسوس! په کابل کې به د هیئت د راستنېدو وخت او د هغوی ټول ملاقاتونه ثبتوې. ـ او زموږ نور کسان به یوازې معلومات راټولوي، هېڅ اقدام به نه کوي. ما وپوښتل: ـ فکر کوې دا سفر له هغه پټ پیغام سره تړاو لري؟ کیوي زما پر لور وکتل. ـ لا تر اوسه ثبوت نه لرو، خو دا ناڅاپی سفر به موږ ته یو مهم فرصت راکړی.  که دا یوازې یو عادي رسمي سفر وي، حقیقت به ډېر ژر څرګند شي؛ او که ترکیوي زما پر لور وکتل. ـ لا تر اوسه ثبوت نه لرو، خو دا ناڅاپی سفر به موږ ته یو مهم فرصت راکړی.  که دا یوازې یو عادي رسمي سفر وي، حقیقت به ډېر ژر څرګند شي؛ او که تر شا یې بله موخه پټه وي، نو ښايي همدلته د «تور مثلث» د شبکې یوه نوې کړۍ رابرسېره شي. موږ ټول پوهېدو چې راتلونکې څو ورځې به د عملیاتو برخلیک ټاکي. نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (16)

16 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
2
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan