د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 60برخه:د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر، چې زموږ د جاسوسۍ شبکې یو مهم او باوري غړی و، د هیئت په ټول سفر کې ورسره ملګرتیا کوله. ماښام یې د ځانګړي خوندي چینل له لارې له کیوي سره اړیکه ونیوله. کیوي په ارامه غږ وویل: ـ راپور راکړه. هغه ورو ځواب ورکړ: ـ تر اوسه هېڅ غیرعادي حرکت نه دی لیدل شوی، خو یو شي زما پام ځان ته راواړاوه. ټول چوپ شوو. ـ د هیئت مشر د تاریخي ځایونو له لیدلو سره ډېره لېوالتیا ونه ښوده. هغه څو ځله له اصلي ډلې لږ لرې شو او د سیمې جغرافیه یې په ډېر دقت وکتله. داسې ښکارېده لکه د یوه ځانګړي ځای په لټه کې وي، نه د سیل. کیوي په میز پرتی نقشې ته وکتل. ـ نور څه؟ د ملي امنیت مدیر وویل: ـ د سفر پر مهال یې له خپلو ساتونکو وغوښتل چې څو دقیقې ترې واټن ونیسي. په همدغی شېبو کې یو ناپېژاندی کس ورنږدې شو. خبرې یې ډېرې لنډې وې، خو دواړو داسې چلند کاوه لکه له پخوا یو بل ښه پېژني. ما په حیرانتیا وپوښتل: ـ ایا د هغه ناپېژاندي کس هویت مو معلوم کړ؟ هغه ځواب ورکړ: ـ تر اوسه نه، ځکه خبرې په داسې ځای کې وشوې چې مستقیم څارل یې ممکن نه وو. خو زموږ یو بل کس د هغه د تګ لوری ثبت کړی دی او اوس یې په اړه معلومات راټولوو. کیوي موسکا وکړه. ـ همدا هغه فرصت دی چې موږ ورته انتظار ایسته. هغې سمدستي هدایت ورکړ: ـ له دې وروسته هېڅوک به اقدام نه کوئ. یوازې څارنه او معلومات راټول کړئ. زه غواړم پوه شوم چې دا لیدنه تصادفي وه، که د یوې لویې اړیکې لومړۍ کړۍ. په کوټه کې چوپتیا خپره شوه. موږ احساسوله چې د توری بوړې هغه ظاهراً عادي سفر، ښايي د «تور مثلث» شبکې د یوه پټ راز دروازه پرانیزي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
152 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
184 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
282 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)