oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول57 برخه

238 لیدنې 16 رایې
3.8 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 06 Aug 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول57 برخهیوه اونۍ تېره شوه. په دې موده کې زموږ د جاسوسۍ شبکې په پټه خپل فعالیتونه نور هم پراخ کړل. د پچیر تنګي، اګام تنګي او وزیرو تنګي په شاوخوا کې زموږ څارونکو شپه او ورځ د خلکو تګ راتګ تر نظر لاندې ساته. یوه ماښام زموږ د شبکې یو مهم راپور راورسېد. کیوي راپور په دقت ولوست، بیا یې په جدي غږ وویل: ـ بالاخره یوه مهمه اړیکه مو پیدا کړه. زه او عبدالله دواړه ورنږدې شوو. کیوي د راپور پاڼه زموږ مخې ته کېښوده. ـ زموږ تکړه څارونکو د پچیر تنګي په دننه کې دوه مشکوک کسان تر څارنې لاندې نیولي دي. ما وپوښتل: ـ د هغوی هدف څه دی؟ کیوي وویل: ـ د معلوماتو له مخې، هغوی غواړي له تنګي څخه راووځي، په مخکې ټاکل شوي موټر کې سپاره شي، لومړی جلال‌آباد ښار ته ولاړ شي او بیا کابل ته سفر وکړي. عبدالله حیران شو. ـ کابل؟ کیوي سر وخوځاوه. ـ هو. خو د دوی اصلي هدف یوازې سفر نه دی. ما د راپور بله پاڼه واخیسته. ـ دلته لیکل شوي چې هغوی غواړي د کابل په یوه دولتي اداره کې له یوه لوړپوړي کارکوونکي سره پټه لیدنه وکړي. عبدالله په حیرانتیا وویل: ـ کومه اداره؟ کیوي ځواب ورکړ: داخله وزارت: د خونې فضا سمدستي جدي شوه. ما وویل: ـ ایا د هغه کس هویت معلوم دی؟ کیوي وویل: ـ تر اوسه یوازې دومره معلومات لرو چې هغه یو لوړپوړی چارواکی دی او له شمالي ټلوالې سره نږدې اړیکې لري. عبدالله د نقشې پر سر د جلال‌آباد او کابل ترمنځ لارې ته وکتل. ـ که دا لیدنه ترسره شي، ښايي موږ د تور مثلث له یوې مهمې اړیکې سره مخ شو. ما وپوښتل: ـ هغوی غواړي څه ورسوي؟ کیوي د راپور وروستۍ کرښې ولوستلې. ـ داسې ښکاري چې هغوی له ځان سره یو پټ پیغام وړي. عبدالله وویل: ـ لیکلی پیغام؟ کیوي سر وخوځاوه. ـ لا نه ده معلومه. کېدای شي په کاغذ کې وي، کېدای شي په حافظه، یا هم په داسې بڼه چې یوازې ټاکل شوی کس پرې پوه شي. ما وویل: ـ نو که موږ بېړه وکړو او دا دوه کسان ونیسو، ممکن اصلي اړیکه له لاسه ورکړو. کیوي په جدي غږ وویل: ـ بالکل. زموږ هدف یوازې د دوو کسانو نیول نه دي، بلکې باید معلومه کړو چې پیغام چا ته رسېږي او له هغه وروسته کوم لوري ته انتقالېږي. عبدالله ورو وویل: ـ ښايي همدا پیغام موږ د تور مثلث یوې بلې زاویې ته ورسوي. کیوي د راپور پاڼې راټولې کړې. ـ له همدې امله به تر اوسه هېڅ اقدام نه کوو. ما وپوښتل: ـ نو پلان څه دی؟ کیوي په ارامه لهجه وویل: ـ هغوی به زموږ له سترګو پټ نه وي. له پچیر څخه تر جلال‌آباد او له جلال‌آباد څخه تر کابل پورې به زموږ څارونکي د دوی هر ګام څاري. ما د میز پر سر نقشې ته وکتل. ـ که هر څه د پلان له مخې پر مخ ولاړ شي، دا به زموږ د تور مثلث د اړیکو د شبکې د ماتولو لومړنی فرصت وي. د خونې چوپتیا یو ځل بیا خپره شوه. موږ پوهېدو چې د دې دوو کسانو تعقیب یوازې د دوو کسانو څارنه نه وه. دا د هغې پټې شبکې د یوه نوي راز د پرانیستې پیل و... نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (16)

16 ټولې رایې

5★
6
4★
3
3★
4
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan