د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (9) برخه ما څو ورځې لږ استراحت وکړ… ذهن مې تر ډېره ارام شوی و، خو د تیری ورځې خبرې لا هم زما په فکرونو کې ګرځېدې. دشنبې ورځ وه رخصتي وه، ما پریکړه وکړه چې کیوی ته لاړ شم. کله چې د هغې کوټې ته ورسیدم د اجازې اخیستو وروسته می ټک ټک وکړ د هغې خوا نرم غږ وشو راځه ،ننوتم، هغې په نرمې موسکا راته وویل: "حامده… ته یې؟" ما سر وخوځاوه: "هو زه یم رامخکې شوه لاس یی راکړ ویل څنګه یی ما ویل ښه یم تاسی څنګه یاست؟ ښه یم." د هغې چلند نن بېخي بدل و—ډېر مهربان، ډېر صمیمي و هغې وویل: "راځه نن رخصتی ده لږ بهر ولاړ شو." هغې افغاني جامې واچولې. موږ دواړه له کمپ په موټر کی ووتلو او تر یو ځای لاړو کله چې د شخصي موټرو ځای ته نږدې شو نو له دې ګاډی کوز شو پیاده روان شو د لږ مزل وروسته یوه تکسی راغله بغیر ددې چې زه ورته لاس ونیسم مخه کې راته ودریده. بس ورجیګ شو، د ښار په طرف روان شو. موټر چې د کابل په لور روان و، ما احساس کاوه چې دا عادي تګ نه دی. ډرېوران، لارې، حتی تم کېدل—هر څه حساب شوي وو. وروسته موږ پُل خشتي بازار ته ورسېدو. بازار له شور او خلکو ډک و… موږ یو دوکان ته ننوتو. دوکاندار چې کیوی ولیده، سمدلاسه موسکی شو—لکه پخوا یې چې پېژني. دوکاندار عادي سړی نه په انګلیش لږ لږ پوهیده. کیوی په عادي ډول وویل: "زه د خپلې یوې افغانې ملګرې چی مخکې ورځو کی ماته افغانی جامې راکړې وی د هغې لپار ځینې شیان اخلم." بیا هغې زما خواته وکتل: "حامده، ته لږ وګرځه… که څه دې خوښ شي، ځانته یې واخله." اوو ماهم هیره نه کړې که کومه ډالۍ راته اخلې😃 ما سر وخوځاوه او له دوکانه ووتلم. زه د ښي لوري پنځم دوکان ته لاړم، خو پام مې لا هم د هغې خواته و. هلته مې ولیدل— کیوی یوه توره بټوه راوویسته… او په ډېر عادي ډول یې دوکاندار ته ورکړه. خو عجیب شی دا و… دوکاندار هغه بټوه مستقیم ونه ساتله. هغه له دوکانه ووت… او د سړک هغې غاړې ته، دوهم دوکان ته ولاړ. "دا څه روان دي…؟" هلته یې بټوه هغه دوکاندار ته ورکړه. خو هغه هم یوازې یوه شېبه ونیوله… هغه بټوه په جیب کی کیښوده او یو ماشوم یی یو بل دوکان ته ولیږه .دې وخت کی زه هم دی نوي دوکان ته راغلم . هغه بټوه یې د همدې غاړې درېیم دوکان ته راوړه هغه دوکان… چې زه پکې ناست وم! زما ساه ودرېده… خو ما هر څه ولیدل. "دا تصادف نه دی… دا یو پیغام دی… زه پوه شوم— دا یوازې بازار نه دی… دا یوه لوبه ده. چی دوی څه کوي . ما بیا کیوی وڅارله چی هغه په ټولو دوکانو وګرځیده او شیان یی بیه کول او ځینی شیان یی واخیستل چی زه په هغی شکي شوم چی څنګه بغیر د ترجمانه له خلکو سره خبرې کوي؟ بیا وروسته پوه شوم چې د هغې لږ څه ګډه وډه پښتو زده ده . او دری یی ښه پوره زده ده ځکه د هغې پلار اقبال د افغانستان د کندز ولایت وو.خیر دواړه بیرته په هماغه اولني دوکان کې یو ځای شو. دوکاندار کیوی ته وویل مرغئ دانه جیګه کړه؟ هغې وویل هو په یو غشي دوه ښکاره وشو...غرمه مهال اډې ته ستانه شو، کیوي وویل ماښام زما میلمه یی... *** ماښام د کیوي په طرف لاړم ، هغه په ځای وه ، ښه ګرم ښه راغلاست یی راته وویل په خپله توده غیږه کې یی ټینګ کړم او څو ځلې یی مچو کړم لکه یوه میرمن چې خپل مسافر خاوند چې تازه له مسافرت کورته راشي مچو کړي. اول مو د ورځې په چکر رڼا واچوله. ماورته د بټوې وویل چې دې کې سه وو او مرغئ څوک وه؟ کیوی وویل ځان چالاکه چالاکه مه کوه زموږ نور نفر هم له موږ سره وه موږ یی تر شا تعقیبولو ان اولنی موټر چی موږ پکی بازار ته لاړو ډریور یی زموږ سړی و دوکانداران هم زموږ همکاران و او تا بټوه چیرته ولیده ؟ ـ ما ورته ټول جیریان تیر کړ،هغه موسکئ شوه او وویل خه نو دمرغئ او دانې باره کی څه ووایه' ما ورته وویل چې اخرنی دوکاندار مرغئ ده بټوه دانه ده ، هغې وخندل او ویی ویل پوهیږې چې دوهم ښکار څه شی دی؟ ماویل نه' هغه ته یی. ما تعجب وکړ څنګه؟ کیوی راوړاندې شوه او ویی ویل حامده! تا چې زه نن په بازار کې څارلم زموږ همکارانو ته څارلې، هغوي ویل سړی ډیر ماهره دی پکاریږي باید له ځان سره یی ونیسو زه حیران وم هیڅ می نه ویل ځکه خبرې یی ریښتیا وي ملامت وم بس ځان مې ورتسلیم کړ کیوي ډیره خوشاله شوه. لاړه المارئ ته ودریده او څو ماډله خوراکي شیان یی راواخیستل . د مڼو مربا،شات،ملایی،کیلې خرما،او وچه میوه ټول یی جوسر کې واچول او ډیر مزیدار ټینګ جوس ترې جوړ شو داسی جوس ما مخکې کله نه وو لیدلی' کیوی وویل زه نن ډیره خوشاله یم او غواړم ته هم خوشاله شې . زه غلی ناست وم او ددې ننداره مې کوله هغې خپل لباس زیاتره لری کړ یوازی یو څه مخصوص لباس یی پریښود. کیوی جوس راواخیست خپل مخ او شونډی پری ککړې کړې. او رانږدې شوه ویل ګرانه ډیر راباندې ښه لږې نن مې قومندان ته وویل چې زه ترڅو په افغانستان کې یم نو حامد به په هر حال کې له ماسره وي.. هغه او لوړو چارواکو ته راته ډالئ کړې نو ځکه ډیره خوشاله یم . اودې سره یی راباندی برید وکړ... بس چی څومره جوس یی جوړ کړی وو دا یی په ټول بدن تقسیم کړ.............
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)