د امریکایی عسکری ناول (5)برخه هغه شپه چې موږ دواړه د ستورو لاندې ولاړ وو، زما ذهن یوازې د جګړې او وېرې نه ډک نه و… بلکې د کیوي په اړه پوښتنې هم پکې پیدا شوې وې. دا نجلۍ څوک وه؟ څنګه دلته راورسېده؟ ولې دومره قوي ښکاري، خو بیا هم په سترګو کې یې یو پټ درد ښکاري؟ بله ورځ، کله چې حالت لږ ارام شو، موږ دواړه د اډې په یوه ګوښه ځای کې ناست وو. ما زړه راټول کړ او ترې مې وپوښتل: “کیوي… که بده نه وي، ته د خپل ځان په اړه لږ راته ووایه؟” هغه څو شېبې چوپ پاتې شوه، لکه چې د تېرو کلونو پاڼې یې په ذهن کې اړوي. بیا یې ژوره ساه واخیسته او ویې ویل: “زما اصلي نوم… زهرا دی. د پلار نوم مې اقبال و.” ما په حیرانتیا ورته وکتل. هغې ادامه ورکړه: “زما پلار د محمد داود خان د وخت پر مهال، د زدهکړو لپاره د روسې د لارې اوکراین ته ولاړ. هغه وخت افغانستان کې حالت ورو ورو خرابېده… جګړې شروع شوې، او پلار مې بېرته وطن ته را ونه ګرځېد.” هغه لږه شېبه چوپ شوه، بیا یې ورو وویل: “هلته یې له یوې جلۍ سره واده وکړ… د هغې نوم سمیټ و. زه هلته پیدا شوم. خو ژوند هماغسې پاتې نه شو. وروسته موږ متحده ایالاتو ته ولاړو.” ما په دقت اورېده. داسې احساس مې کاوه لکه د یوې اوږدې کیسې دروازې راته پرانیستل شوې وي. “هلته زما نوم بدل شو… زهرا، کیوي شوه. ما هلته لویوالی وکړ، زدهکړې مې وکړې… روانشناسي مې ولوستله.” ما موسکا وکړه: “نو ځکه ته د خلکو احساسات ژر درک کولی شې…” هغې هم لږ موسکا وکړه: “شاید… خو ژوند زه بل لور ته یووړم. وروسته پوځ ته داخله شوم.” زه حیران شوم: “ولې پوځ؟” هغې مستقیم ځواب رانکړ، خو ویې ویل: “ځینې وخت انسان داسې لارې انتخابوي چې فکر کوي هلته به خپل هدف پیدا کړي.” هغې بیا خپله خبری ادامه کړه: “اوس زه دلته یم… په افغانستان کې. زما وظیفه دا ده چې د امریکایي وګړو ساتنه وکړم—خبریالان، ډاکتران، انجنران او حتی سایلانیان.” ما وپوښتل: “ستا رتبه څه ده؟” هغې وویل: “زه تورنه یم… او د بلوک مرستیاله یم.” ما د هغې خواته وکتل. اوس کیوي راته یوازې یوه عسکره نه ښکارېده… بلکې یوه کیسه وه، یو ژوند، یو درد، او یو هدف. ما ورو وویل: “تا ډېر څه تېر کړي دي…” هغې زما سترګو ته وکتل: “او ته هم… موږ دواړه دلته بې سببه نه یو.” هغه شېبه بیا هماغه نږدېوالی را ژوندی شو چې تېرې شپې پیل کړی و. خو دا ځل، دا یوازې احساس نه و… دا درک و.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)