oiuytrew
ریس خادیم

د امریکایی عسکرې جاسوسي ناول (15) برخه

172 لیدنې 9 رایې
4.1 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Jul 2026

د امریکایی عسکرې جاسوسي ناول (15) برخه لس بجې چې جلال اباد ته ورسېدو، هوا توده وه، خو ښار یو ډول ارام حرکت درلود. موږ موټر ودرولو. ډرېور ته مو وویل: “ته ښار کې وګرځه… ماښام به د امیر شهید باغ د عمومي دروازې مخې ته سره یوځای کېږو.” هغه سر وخوځاوه او بې له نورو خبرو لاړ. موږ دواړه ورو ورو د ښار پر لارو روان شوو. شور و، خو زموږ تر منځ یو خاموش تفاهم هم و. کیوي کله ناکله شاوخوا کتل، لکه هر څه چې په ذهن کې ثبتوي. باغ ته نږدې مو یو کوچنی هوټل وموند. ځای ساده و، خو پاک. یو اطاق مو ونیو. کله چې اطاق ته ننوتو، ما یو ژور سا واخیست.او سامانونه مو ځای پر ځای کړ. “لږ استراحت به بد نه وي…” کیوي موسکۍ شوه، ولینه باید تر ماذیګره دمه شو. اطاق زما لپار لوکس وو خو د کیوی لپاره بیخي د ډبرو د زمانې وو. دې وخت کې د هوټل شاګرد تشریف راوړ ویی ویل څه ته مو ضروت دی؟ ومې ویل اوس چای راوړه وروسته ډوډۍ" شاګرد لاړ، او اډر یی پر ځای کړ. کیوی وویل د خوراک وروسته به لږ خوب وکړو بیا به د ښار چکر ووهو، ما ویل سمه ده. **** ماذیګر اول تر مخابراتو چوکه پیاده لاړو بیا تر تالاشئ چوکه لاړو. کیوی ډیرې پوښتنې کولې او هر ځای ته یی په زیر کتل ورته ومی ویل دا مخامخ سړک چې جنوب طرف لاړ دی ډاریک فارم هډې ته تللې.ویی ویل سمه ده سبا به پری لاړ شو خو اوس به د باغ په طرف لاړ شو. هغې کوڅې، بازارونه، او د خلکو چلند ته پام کاوه. هره وړه نښه ورته مهمه وه. دا یوازې ګرځېدل نه وو… دا یوه خاموشه څارنه وه. ماښام ته نږدې باغ ته ورسیدو ښار ورو ورو بدل شو. رڼاګانې بلې شوې، او فضا یو څه نرمه شوه. ډریور له موږ مخکې راغلی وو د هوټل ادرس مو وکړ، او ورته مو وویل چې سهار نهه بجې موږ پسې راشه" او خپله باغ ته ننوتو. کیوی د باغ باره کې زیاتې پوښتنې کولې او ما لنډ ځوابونه ورکول. چې خبره د غازی امان الله خان تر مقبرې را ورسیده . هغې وویل ښه ستاسې اتل دلته دفن دی او موسکۍ شوه. شاید د موسکا علت به یی خپلواکۍ ته اشاره وه. خیر بیرته هوټل ته راستانه شو.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.1
4.1 (9)

9 ټولې رایې

5★
4
4★
3
3★
1
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan