د امریکایی عسکرې ناول (7)برخه ددروازې په خلاصیدو سره زه هک حیران شوم😳 ما هلته یوه امریکایی نه بلکې افغانی ښځه ولیده. چې خام ژیړ کمیس یی په تن و، هغه په کوچ کې ناسته وه زه پښه نیولی شوم خو هغې ماته د ورتلو اشاره وکړه. زه زړه نازړه شوم ما ویل چې دا څوک ده خو د هغې خندا ټینګه نشوه او په کړس کړس یی وخندل😄او ویی ویل راځه راځه مه حیرانیږه ستا کیوی یم. بس ما هم ورسره وخندل او ورته وه مې ویل اه څومره چالاکه یی، کیوی راته وویل کینه زما څنګ ته زه هم کیناستم خو لږ لرې. هغې رانه ددې وضعیت چې پیښ شو بښنه وغوښته. او زیاته یی کړه نن ټوله ورځ لږ درنه لرې وم، نو ومې غوښتل چې لږ دې حیران کړم او ستړیا دې ختمه کړم نو ځکه مې ستاسو د ښځو لباس واچولو. -ما ترې پوښتنه وکړه دا دې له کومه کړ. -هغی وویل دا نن یوې افغانې ښځې چې تازه یی له موږ سره همکاري پیل کړې ده د ډالۍ په ډول را کړ. خیر کیوی راته په لنډو کې د نن ورځ معلومات راکړل،او ماته یی هم داسی وښوده چې موږ په خلکو پسې ګرځو ترڅو له موږ سره په پټه کار وکړي.او زیاته یی کړه ګوره حامده! دې وخت کې لږه راوړاندې شوه. ته به موږ سره د ترجمانئ تر څنګ پټه همکاري هم کوې. ته به موږ ته مخور کسان لکه مشران،علما،ملکان،تجاران او هر ډول با نفوذه اشخاص جاسوسئ ته چمتو کوې نور موږ پوه شه او هغوی. دې وخت کې زه ډیر فکرمن شوم ، هغې خپل لاسونه غاړه کې راواچول او مخاطب یی کړم ای حامده فکر مه کوه اسانه ده،زه درته لارښونې کوم. هغه نوره هم رانږدې شوه د خولې اوسیلی یی زما په مخ لږیده،او پاسته ورنونه یی زما ورنو سره ټچ وو. د سترګو تور یی پراخه شوي وه باڼه یی زما سترګو کې لکه اغزي لږیده، د زړه ضربان یی بیخي ډیر شو ان ما هم اوریده.غوښتل یی کیسینګ شروع کړي او په یو رومانتیک ماحول کې له ما د کار کولو ژمنه واخلي،دې وخت کې، زه لږ شاته شوم او میز ته مې لاس تیر کړ د اوبو بوتل مې راواخیست.هغې زر د ویسکی ست راته وکړ ما د سر په خورولو ورته د نه وویل او جیګ شوم هغه هم په نا قراره ډول راجیګه شوه او زما لاس یی ونیو ویی ویل خفه شوې؟ ما ویل نه. او ددروازې په طرف د روانیدو کوشش مې وکړ خو هغې ټینګ کړم . -مه ځه جواب راکړه. -زه څو ورځې وخت غواړم. -سمه ده ګرانه یوه اوونۍ وخت لرې. دی سره می د ګوډ نایټ جمله وویله. ددروازې چې راوتم کیوی داسې معلومیده لکه د ښکاري دلاسه چې ښکار وتی وي. بس په سوچونو کې ډوب ترې روان شوم، د ترجمانانو تر استوګن ځای ډیره لاره وه. چې کله ځای ته ورسیدم همکارانو مې ټولو ښه ګرمه پوښتنه کوله او هر یو په بیله بیله په کنایو کی پوه کړم چې څه مې کول. کیوی غوښتل چې زما په واسطه خپل جال لا پراخه کړي چې دا کار ما نه کولو. اوبل هغې د مینې جال هم غوړولی وو تر څو ما جزب کړي نور بیا...
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)