د امریکا تاریخ د ظلم، وینې تویولو او لالچ یوه اوږده کیسه ده.مونږ د دوو ډلو په اړه خبرې کوو۱: اصلي امریکایان (Native Americans)دا هغه خلک وو چې د زرګونو کلونو راهیسې د امریکا په خاوره کې اوسېدل. دوی د امریکا اصلي وارثان وو. دوی بېلابېل قومونه او ژبې لرلې، خو د هغه وخت د نړۍ په پرتله ډېر وروسته پاتې وو. دوی نه د ساینس پوهه لرله او نه پرمختللې وسلې. یوازې نیزې، تبرونه او توري یې لرل چي هغه یي هم د تیږو او هډوکو څخه جوړ کړي وو. ویل کېږي چې دوی اسونه هم نه لرل، بلکې اسونه هسپانویانو امریکا ته راوړې وو.۲: British Colonistsنن چې په امریکا کې کوم سپین پوستي خلک وینئ،دا د هماغو British Colonists اولادونه دي. وروسته نور اروپایي قومونه هم ورغلي او هلته مېشت شوي دي. او په امریکا کي تور پوستي د هغو خلکو اولادونه دي چې برتانویانو د افریقا څخه د غلامانو په توګه په زور امریکا ته راوستي و، تر څو هلته ورباندې سخت کارونه وکړي.اوس راځو تاریخ ته:1492مکریسټوفر کولمبس له هسپانیې څخه د امریکا خاورې ته ورسېد. دا هماغه کال و چې په هسپانیه کې د مسلمانانو واکمني پای ته ورسېده. کولمبس بېرته هسپانیې ته ولاړ او هلته یې وویل چې ده یوه نوې ځمکه موندلې، چې پکې سره زر، زرخیزه ځمکه او لرګي شته، او داسې کمزوري خلک پکې اوسېږي چې په ډیر لږ شمير پوځ سره یي ماتولی او غلامان ترې جوړولی شو، یعنې د جدیدو وسلو په وسیله په اسانۍ سره وژل کېدای شي. له دې وروسته هسپانوي بېړۍ له امریکا څخه سره زر ویستل او هسپانیې ته یې وړل. وروسته فرانسویان، برتانویان، پرتګالیان او هالندیان هم امریکا ته ورسېدل.دې اروپایانو نه یوازې دا چې اصلي امریکایان یې له یو بل سره جنګول او قتل کول، بلکې خپله اروپایي ځواکونه هم د ځمکې او سرچینو پر سر یو له بل سره جنګېدل. د ځمکې د لالچ له امله قتلونه شروع شول او دوی ورو ورو ټوله امریکا ونیوله.برتانیا د شمالي امریکا له ختیځو ساحلونو څخه خپله مېشتېدنه پیل کړه. د دوی د لومړۍ کالوني نوم جېمزټاون وه برتانویانو هغو قبایلو ته چې سر یې نه ټیټاوه، د ډالۍ په توګه کالي او کمپلې ورکړې،په اصل کي دا یوه خطرناکه دسیسه وه. دا کالي او کمپلې د چیچک او نورو ناروغیو له ناروغانو راټولي شوي وې. کله چې اصلي امریکایانو د دې کالیو او کمپلو کارونه شروع کړه،نو هغوی په بېلابیلو ناروغۍ اخته شول او دا ناروغۍ پکې خپرې شوې او زیات شمير قومونه یي له منځه ولاړل. په دې توګه د نیواک لاره اسانه شوه. جګړه او ناروغي دواړه یي د وسلې په توګه کارولې. تر دې چې په څلور سوه کلونو کې د امریکا اویا سلنه خاوره ونیول شوه او میلیونونه اصلي امریکایان ووژل شول.وروسته په شمالي امریکا کې مېشت برتانوي وګړو د خپلواک حکومت غوښتنه وکړه. دوی د برتانوي مرکزي حکومت د مالیاتو پر نظام اعتراض درلود. دوی ویل: کله چې موږ په پارلمان کې استازولي نه لرو، نو ولې مالیه ورکړو؟ برتانوي مرکزي حکومت پر دوی د سیمو د پراخېدو بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه هم ولګول. دا اعتراضونه ورو ورو په جګړه بدل شول،دغو British Colonists د برتانوي خکومت پر خلاف انقلابي جنګ شروع کړ چې د امریکا په تاریخ کې د انقلابي جګړو (Revolutionary Wars) په نوم یادېږي. په دې جګړو کې برتانیا ماته وخوړه او د متحده ایالاتو امریکا (USA) په نوم یو نوی هېواد جوړ شو. دې نوي هېواد په ډیرې تیزۍ سره د اصلي امریکایي قومونو نسل وژنه پیل کړه او د مکسیکو پر ضد یي جګړه شروع کړه تر څو خپله خاوره پراخه کړي.جورج واشنګټن د امریکا لومړی ولسمشر شو. د هغه له واک ته رسېدو وروسته ټول اروپایي مېشت خلک د یوه حکومت تر واک لاندې راغلل، خو اصلي امریکایان ترې بهر پاتې شول. قابض امریکایانو یو ځل بیا د اصلي امریکایانو وژنه پیل کړه، حال دا چې هغوی لا له مخکې اتیا سلنه له منځه تللي وو. وروسته اصلي امریکایان هغو سیمو ته په زور کډه کولو ته اړ کړل شول چې د حکومت لپاره یي هېڅ ارزښت نه درلود. کله چي دغه اصلي امریکایانو هجرت شروع کړ،نو سفر ډیر اوږد وو، یو داسې سفر چې دوی مخکې هېڅکله نه و کړی. په دې لارو کې د لوږې، تندې، ناروغۍ، یخنۍ او ستړیا له امله زرګونه کسان مړه شول. په دې ډول د اصلي امریکایانو نږدې بشپړ نسل ختم کړل شو. یوازې یو یا دوه سلنه پاتې شول، چې د حقوقو د ورکولو په نوم د امریکایي حکومت تر واک لاندې کړل شول. د دوی پر ژبو بندیز ولګېد او ماشومان یې نوې زده کړې ته اړ کړل شول، څو خپله اصلي پېژندنه او تاریخ هېر کړي. په دې توګه د ځمکې د لالچ لپاره په شاوخوا څلور نیم سوه کلونو کې میلیونونه انسانان قتل عام شول.وروسته د امریکا انډسټریل دور راغی؛ فابریکې، صنعتونه، ښوونځي او پوهنتونونه جوړ شول. د یوې منظمې حکومتدارۍ تر سیوري لاندې خلکو کار وکړ او امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی هېواد وګرځېد.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
453 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)